Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوه خېریه بنسټونه افغانستان کې د سترګو وړیا درملنه کوي

دوو خیریه بنسټونو د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ په هېواد کې د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو د اخته نږدې ۴ زره کسانو د درملنې زمینه برابره کړې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ویاند مرستیال وايي، د دغو ناروغانو درملنه به وړیا وي چې شاوخوا سل زره ډالره لګښت پرې راځي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ویاند مرستیال، فضل حق مقصوديار وویل: «  کابل په مرکز کې په پنځو ورځو کې د څلور زرو تنو چې د سترګو ناروغي لري، معاینه کیږي او د څلور سوو تنو جراحي عملیات کیږي.»

له دریو کلونو راهېسې یې د سترګو لېد کم شوی دی!
نوموړې چې دمګړۍ د درملنې لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې روغتون ته راغلې وایي ګڼې اقتصادي ستونزې لامل وې چې نه ده توانېدلې د سترګو ناروغۍ ته رسېدنه وکړي.

صدیقه چې درېیو کلونو راهیسې یې د سترګو لید کم شوی، د درملنې په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې روغتون ته راغلې. 

هغه وایي، ګڼې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د خپلو سترګو ناروغۍ ته ونه رسېږي. 

صدیقې طلوع نیوز ته وویل: « درې کاله کیږي چې دغه درملنه مې نشوه کولای، سترګې مې لیدل نشي کولی. تر درې کلونو وروسته نن لاړم، ځکه پیسې مې نه لرلې چې تداوي یې وکړم.»

د ملک سلمان د بنسټ له لوري له پاکستاني ډاکټرانو سره مل د روغتیایي ډلې مدیر چې افغانستان ته راغلی وایي، هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې به افغانستان کې یو مجهز روغتون جوړ کړي.

د البصر خیریه بنسټ د روغتیايي ډلې مدیر، فخرالدین دکن وویل: « دا څلورمه ورځ ده او نن مو جراحي عملیات پیل کړ، په څلورو ورځو کې چې موږ ناروغان تشخیص کړل، دوه زره او پنځه سوه ناروغان ولیدل شول او لږ تر لږه دوه سوه ناروغان د جراحي عملیات لپاره ثبت شول.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خبره، د دغو څلور زره ناروغانو د درملنې لګښت سل زره امریکایي ډالرو ته رسیږي او دا لړۍ به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

صدیقه وایي، ګڼې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د خپلو سترګو ناروغۍ ته ونه رسېږي. 

شریک یي کړئ