له هېواده بهر د متخصصینو استازو د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي او د هېواد د روغتیایي وضعیت د څرنګوالي په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په دې کتنه کې د دې ټولنې استازو هېواد ته د راستنېدو لپاره د ځينو ډاکټرانو د لېوالیتا خبره کړې او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هم ډاډ ورکړی چې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي:«هغوی دې له هېڅ هڅې درېغ ونهکړي او د افغانستان اسلامي امارت هم له هغوی ملاتړ کوي. هغوی هم ژمنه کړې چې په روغتیايي برخه کې خپل کارونه اغېزمن کوي او کار کوي.»
خو يو شمېر ډاکټران وايي چې، په اوسني وضعیت کې د روغتيا په برخه کې د متخصصينو راتګ ډېر مهم دى.
ډاکټر حبیب الرحمان لودین څرګندوي:«ځينې بنسټونه د ډاکټرانو د تعلیمي کچې د لوړوالي لپاره ډېره هڅه کوي. دغه بنسټونه باید د ظرفیت په لوړونه کې رول ولري او د دې سربېره، باید طبي انسټېټیوټونه، طبي پوهنتونونه جوړ کړي چې زموږ طبي پرسونل زیات شي او سپينو سیمو ته واستول شي چې روغتیايي خدمتونه په سمه توګه عرضه شي.»
بل خوا یو شمېر هېوادوال له چارواکو غواړي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې دې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
د کندهار اوسېدونکی عبدالباري وايي:«موږ ته دې یو کلینیک جوړ شي. کلی لوی دی، اوسني ډاکټران بسنه نهکوي او کلینیک باید جوړ شي.»
په بهر کې د ډاکټرانو ټولنه له ۱۶۰ مسلکي او متخصصو ډاکټرانو جوړه ده چې، ځیني یې له هېواده بهر هم فعالیت لري.
په دې اړه مو اندونه