د عامې روغتیا وزارت مرستیال د لاسونو د مینځلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وايي، د لاسونو مینځل د ناروغیو په راکمولو کې مهم رول لري.
د دغه وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستیال زیاتوي، د لاسونو مینځل ۲۴ سلنه د اسهالاتو او خوارځواکۍ له ناروغیو مخنیوی کوي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین، عبدالولي حقاني و ویل: «له بده مرغه د ناروغیو د راکمولو په تړاو زموږ د هېوادوالو مالومات ډېر کم دي چې روغتیايي ټیمونه باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس، احمد سیر پاڅون هم زیاته کړه: «د لاسونو مېنځل یوازې پاکوالی نه دی بلکې انسان پکې سالم او روغ پاتې کیږي. د لاسونو د مېنځلو د نړۍوالې ورځې نمانځلو موخه، په صابون د لاسونو مینځلو دودول دي.»
بل پلو، په دې پروګرام کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی زیاتوي چې د لاسونو د مینځلو د کلتور دودېدل د ناروغیو او مړینو کچه راکمولای شي.
هغه پر دې سربېره چې له دغه وزارت سره د دغه بنسټ د همکارۍ ډاډ ورکوي، د دغه کلتور د دودېدو لپاره د نورو مسوولو بنسټونو هڅې ګټورې ګڼي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي، احمد جار زیار و ویل: «دا موضوع باید پوهنې وزارت سره شریکه شي او د ښوونځيو په سیسټمونو کې شامل شي. ان ددې لپاره باید یو سیسټم نوی جوړ شي. مېندې هم باید خپلو ماشومانو ته و وایي چې تشناب ته له تللو وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمینځي.»
که څه هم د می میاشتې پر پنځمه د لاس مینځلو نړۍواله ورځ نمانځل کېږي، خو د عامې روغتیا وزارت اوس دغه ورځ ونمانځله.
دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د لاس مینځلو د اهمیت په تړاو د پوهاوي لوړولو په موخه نمانځل کیږي.
په دې اړه مو اندونه