د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن (دوشنبې) د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پولیو سرتاسري واکسیناسیون پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وايي، ټاکل شوې چې، دا کمپاین څلور ورځې دوام کړي او څه باندې ۱۱ اعشاریه دوه مېلیونه ماشومان پهکې واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«په دغه کمپاین کې چې د ۱۱٫۲ مېلیونه ماشومانو ته به د پولیو واکسین تطبیق شي او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري. د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت دا هڅه کوي چې په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي په همدې موخه په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې موږ ملي او فرعي کمپاینونه په لاره اچولي دي.»
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غوښتنه کوي چې په هېواد کې د دغې ناروغۍ لهمنځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی میر مسجدي طلوعنیوز ته وویل:«دا پروسې دې کلیو ته وغځول شي، زیاتې دې شي. په ولسوالیو او ولایتونو کې دې زیات شي.»
د روزګان اوسېدونکی شاه محمد هم څرګندوي:«غواړو چې دغه واکسین په ټولو ولسوالیو کې او هغو ځایونو ته ورسول شي چې په تېرو شلو کلونو کې هلته نهدی رسېدلی.»
په کابل کې یو شمېر واکسیناتوران د خپلو ماشومانو په واکینسولو او د ګوزڼ ناروغۍ په لمنځه وړلو کې د کورنیو همکاري ګټوره ګڼي.
واکسیناتور روحالله ابراهیمي طلوعنیوز ته وویل:«د پولیو واکسین لپاره د خلکو همکارۍ ته جدي اړتیا ده. ډېر کم پاتې دی چې افغانستان د پولیو جرړې وچې کړي. نو ښه ده چې د افغانستان خلک د پولیو واکسین له ډلو سره همکاري وکړي.»
ډاکټر ذبیحالله د دغه واکسین د اهمیت په هکله وايي:«زموږ ګران هېوادوال باید پوهاوی ولري چې واکسین نه یوازې زموږ ماشوم ته زیان نهرسوي؛ بلکې د دې لپاره دی چې کولای شي زموږ ماشوم له بېلابېلو ساري او ویروسي ناروغیو وژغوري.»
دا په داسې حال کې ده چې، د روان کال له پيل راهيسې په هېواد کې د پوليو کومه مثبته پېښه نهده ثبت شوې؛ خو تېر کال په هېواد کې د دې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.