ننګرهار کې د تېر کال په پرتله پر ملاریا ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
ددغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي د روان ۲۰۲۴ کال پنځو میاشتو کې پر ملاریا ناروغۍ اخته نږدې ۱۵ زره ناروغانو د درملنې په موخه بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې.
د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولینو د شمېرو پربنسټ د تېر ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې نهه نیم زره پر ملاریا اخته شوي خو د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو پنځو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ نږدې پنځلس زره کسان اخته شوي چې پر وخت یې درملنه شوې.
د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو د کنټرول ولایتي مسوول، محمد سعید شېرزاد و ویل: (په ۲۰۲۴ کال کې دغه واقعات ۱۴ نیم زره یا ۱۵ زرو ته رسېږي، چې دا واقعات یو څه زیاتوالی ښايي او زیات شوي دي، د دې لپاره د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هر درې کاله وروسته په ننګرهار کې کور په کور کمپاین کېږي، چې ټولو کورونو ته پشه خانې وېشل شوې دي او همدارنګه ټول روغتیايي مراکز د ملاریا تشخیصیه توکي هم لري او د دې لپاره د درملنې خدمات هم لري.)
په ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې اړوندې حکومتي او مرستندویې روغتیايي ادارې دې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي ترڅنګ له خلکو سره د اړینو امکاناتو مرستې وکړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي، نعمت الله و ویل: (د عامه پوهاوي په برخه کې دې خلکو ته زده کړې ورکړل شي، چې خلک په دې باندې پوه شي او دوی سره نور کومک هم وکړي، چې د ملاریا مرض له دې ملک نه ورک شي.)
د جلال اباد ښار اوسیدونکي، شاه ولي خان و ویل: ننګرهار ډېر ګرم ولایت دی، چې پشه خانې دې ورکړي، د اضافه اوبو ډنډونه ختم دې کړل شي او دوا پاشي دې وشي.
د ننګرهار روغتیايي مسوولین په دغه ولایت کې د ملاریا ناروغۍ د زیاتوالي لامل د دغه ولایت جغرافیايي جوړښت، ژور اقلیمي بدلونونه، وروستي ورښتونه او له پاکستانه د کډوالو را ستنېدل ګڼي.
په دې اړه مو اندونه