Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان په یمګان کې د روغتیایي اسانتیاو نشتون د مېندو مړینه ډېره کړې

د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو کمښت او سړکونو خرابوالي دغه ولسوالۍ کې د مېندو د مړینې کچه لوړه کړې.

د دغو اوسېدونکو په خبره د روغتیايي امکاناتو کمښت له امله هر کال پنځه مېندې د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

فضل الحق نیازی د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د نوموړي د کور او ولسوالۍ د مرکز ترمنځ ساعتونه واټن دی.

هغه وايي روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله د نوموړي د خپلوانو یوې مېرمن د زېږون پرمهال ژوند بایللی.

فضل الحق نیازي طلوع‌نیوز ته و ویل: « د ورور مېرمن مې زموږ کور کې ژوند کاوه. له وینو ډکه کمپله کې مو کلینیک ته راوستله، خو ډاکټر ونشو کولای چې هغې ته یو سیرم ولګوي.»

د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالرووف هم و ویل: « شاوخوا ۵ یا ۶ کسانو زموږ کلي کې د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکړ، یوه یې زما خپله خور وه.»

خو د بدخشان سیمه ییز مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې د دغه ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو روغتیايي ستونزو ته به رسېدنه وکړي. 

د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوول، خان جان و ویل: « یمګان ولسوالۍ شاوخوا ۵زره تنه نفوس لري خو شته کلینیکونه د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي. باید سم ډاکټران او قابلې ولرو.»

د بدخشان د والي مرستیال، امین الله طیب هم و ویل: « د عامې روغتیا وزیر بدخشان ته راغی او موږ د درملو د کمښت ستونزه ورته وړاندې کړه. تر دې دمه ځينې مرستې شوې او هیله من یو چې نورې مرستې هم را ورسېږي.»

تر دې وړاندې د بدخشان د ځینو نورو لرې پرتو سیمو اوسېدونکو هم روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د سرپرست حکومت له مسوولینو د مرستې غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه