Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ابوعلي سینا بلخي په حوزوي روغتون کې ۱۰ زره لوی عملیات شوي

د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وايي په ۱۴۰۲ کال کې یې کابو لس زره لوی عملیات په دغه روغتون کې کړي دي.

ددغه روغتون روغتیاپالان وايي هغه عملیات چې تېر کې په هېواد کې نه کېدل اوسمهال شوني دي

.دوی له خلکو غواړي چې د عملیاتونو لپاره حکومتي روغتونونو ته مراجعه وکړي.

د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون آمر، اشرف روان وايي: «په ۱۴۰۲ کال کې زموږ  په روغتون کې ۹۴ زره او ۸۸۸ ناروغان بستر شوي چې له دې منځه، د ۹۳۴۱ ناروغانو لوی عملیات شوي دي.»

د ابو علي سینا حوزوي روغتون روغتیاپالان وايي دوی کولای شي چې دغه روغتون کې پیچلي عملیات هم وکړي.

روغتیاپال، کامران همنوا هم وايي: «له نېکمرغه په دغه روغتون کې ټول امکانات په وړیا توګه، په جدي توګه هغوی ته عملیات هم ترسره کیږي.»

روغتیاپال، نور محمد فیض زیاته کړې: «ډيری عملیات چې د افغانستان په کچه کیږي، ان ځينې عملیات چې په پاکستان او په هند کې کیږي هغه په دې روغتون کې کیږي.»

ناروغان سره له دي چې دغه روغتون کې روغتیايي خدمتونو ته خوشحاله دي خو د درملو او طبي وسایلو کمښت ستره ستونزه ګڼي.

ناروغ،  احمد خالد طلوع نیوز ته و ویل: «ډاکټرانو ډېره ښه رسېدنه کړې ده، ډېره برخه دوا مو واخیسته او یوه برخه راسره روغتون مرسته وکړه.»

یوه بل ناروغ، عبدالخالق زیاته کړه: «زه خوشاله یم چې زما وړیا درملنه کوي، ما ډېرې پیسې نه درلودې، چې نورو روغتونونو ته ولاړ شم.»

دا پداسې حال کې ده چې په کلني ډول ناروغان میلیونه امریکايي ډالر له هېواده دباندې په درملنې لګوي.

یو شمېر هېوادوال وايي په کوردننه د یو معیاري او مجهز روغتون جوړولو سره به له هېواده دباندې ددې پیسو وتلو مخنیوی وشي.

ددغه روغتون روغتیاپالان وايي هغه عملیات چې تېر کې په هېواد کې نه کېدل اوسمهال شوني دي.

شریک یي کړئ