Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدماتو پر پراختیا د هېوادوالو ټینګار

یو شمېر هېوادوال د ځینو ولایتونو په روغتیايي مرکزونو کې د طبي تجهیزاتو او دغه راز درملنې لپاره د مناسب ځای او متخصصو ډاکټرانو له کمښته شکایت لري.

دوی له سرپرست حکومته غواړي څو په ټول هېواد کې روغتیايي څانګو ته جدي پام وکړي.

د خوست اوسېدونکي، سید ویس و ویل: « زموږ روغتیایي مرکزونه باید ښه والي ومومي، او روغتیایي خدمات په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې باید پراخه شي څو خلک اړ نشي د درملنې لپاره مرکز ته راشي.»

د کونړ اوسېدونکي، اسلام الدین هم و ویل: « د ماشومانو درملنې لپاره اړ یو ولسوالۍ کې د درملنې مرکز ته لاړ شو.»

د روغتیا نړۍوال سازمان بیا تازه په یوه راپور کې ویلي، دغه سازمان د ۱۵ ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې په ۱۱۳ روغتیايي مرکزونو کې څه باندې ۷۰۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، جمشید تنولي ویلي: « د روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو یې، د قطر د پراختیايي صندوق په ملاتړ، د افغانستان په محرومو سېمو کې د پام وړ روغتیايي خدمات کړي دي.»

ډاکټر، سید عبادالله احمدي و ویل: « د افغانستان سرپرست حکومت تر دې مهاله د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره منظم سیسټم نه لري. د روغتیا نړۍوال سازمان مرستې بې له شکه ګټورې دي او هیله لرم چې دغه مرستې دوام وکړي.»

په دغه رپوار کې راغلي چې د یاد سازمان لومړیتوب په زیانمنو شویو ټولنو کې د کیفیت لرونکو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اړینو او ژغورونکو درملو او متخصصو ډاکټرانو ته لاسرسی دی.

ډاکټر، منیر احمد کمال د روغتیا نړۍوال سازمان د فعالیتونو په اړه و ویل: « د روغتیا نړۍوال سازمان رول ډېر مهم دی، په ځانګړې توګه د درېیمې نړۍ له هېوادونو د مالي ملاتړ په برخه کې.»

د عامې روغتیا وزارت هم وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې هېواد کې سپینو سیمو ته پاملرنه شوې او د هېواد بېلابېلو برخو کې ۳۵۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي. 

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل و ویل: « تېرو دوو کلونو کې ۳۵۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي. ډېرو ولسوالیو تېر حکومت کې روغتیایي خدمات نه لرل او ۵۰ سلنه خلکو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود.»

د عامې روغتیا وزارت که څه هم په دې اړه څه نه وایي خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې هڅه کوي په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو سېمو کې ۲۸۸ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ