Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېر یوه کال کې د شري ناروغۍ له امله ۷۵ ماشومان مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت طلوع نیوز ته وايي، د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول هېواد کې د شري یا سرخکان ۵۲۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او تر پنځو کلونو کم عمره ۷۵ ماشومان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل و ویل: موږ سره څومره چې دقیقې پېښې دي او هغه پېښې چې په لابراتوار کې هم تشخیصې شوې دي، ۵ زره دوه سوه ۴۰ پېښې موږ لرو. له دې منځه ۷۵ موږ مړینه لرو ځکه دغه ناروغي پکې تشخیص شوې او بیا دغه ماشومان مړه شوي دي.

ورته مهال له ماشومانو د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق د دوه مخیز راپور په خپرولو سره ویلي چې د اپیدمي ناروغیو له خطر سره هم مخ دی او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د شري یا سرخکان ناروغۍ شمېرې ۲۰۲۳ کال ته په پرتله زیاتې شوې دي.

د دغه رپوټ له مخې د روان زیږدیز کال له پیله د مې تر وروستیو په ټول هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغۍ ۲۸۶۳۱ شکمنې او ۱۲۶ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي و: (د ۲۰۲۴ کال له پیله په ټوله کې د شري یا سرخکان ۲۸۶۳۱ مشکوکې او ۱۲۶ د مړېنې پېښې ثبت شوي دي، د مشکوکو پېښو له ډلې ۲۲۹۹۹ یعنې ۳ اعشاریه ۸۰ سلنه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱۲۹۳۷ یعنې ۲ اعشاریه ۴۵ سلنه یې ښځې وې.)

د ناروغ ماشوم مور، مریم وايي: زوی مې په ښوونځي کې دی او له کوم ټولګیواله ورته دغه ناروغۍ راغلې وې، کور ته چې راغی سترګې یې نه وې سرې شوې خو په لاسونو یې ښکارېدل چې شیری دی.

یو ډاکټر، محمد عارف حسن زي په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: د دغې ناروغۍ د زیاتېدو لامل ډير ساده دی، دا ناروغي فوق العاده ساري ده. هغه ماشومان چې واکسین یې نه کیږي هغوی پرې ډېر اخته کېدای شي. کله چې په یوه کورنۍ کې د شیري یوه پېښه رامنځته کیږي او د کورنۍ نور ماشومان واکسین شوي نه وي، هغوی ته هم سرایت کوي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې نږدې درې زره کسان د شري یا سرخکان پر ناروغۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ