د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږیز کال له پیله تر دې دمه ۱۶۰ تنه د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، دغه موده کې څه د پاسه ۳۶ زره د شري مشکوکې پېښې ثبت شوي چې ۸۰.۱ سلنه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او ۴۵ سلنه یې ښځې دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۴ کال له پیله، په ټوله کې د شري ۳۶ زره او ۶۱۸ مشکوکې پېښې او ۱۶۰ د مړینې پېښې ثبت شوې دي، چې د مشکوکو پېښو ۸۰.۱ سلنه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او څه د پاسه ۴۵ سلنه یې ښځې وې.»
ځینې ډاکټران د شري ناروغۍ د زیاتوالي لامل د واکسین نه تطبیقول، کډوالي او د پوهاوي نشتوالی بولي.
ډاکټر، فریدالله و ویل: « د واکسین نه تطبیق یانې د شري د مخنیوي لپاره واکسین یوازنۍ لاره ده. د واکسین نه تطبیق دغه ناروغي ډېروي.»
شری یوه ساري ناروغي ده چې د تبې، زکام، ټوخي، او د سترګو سوروالي لامل کیږي.
په دې اړه مو اندونه