د هرات د حوزوي روغتون مسوولان طلوعنیوز ته ویلي چې، د ورځې څه باندې زر ماشومان چې، پر موسمي ناروغیو اخته شوي دغه روغتون ته راوړل کېږي.
د هوا له ګرمېدو سره، ډېری دغه ماشومان پر نسناستي او کولرا اخته شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول میرویس عابدي وايي:«ډېری هغه ماشومان چې، د هرات د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې ته راوړل کېږی، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. زموږ د ورځنیو شمېرو پر بنسټ د ورځې له زرو ډېر ماشومان، د ماشومانو څانګې ته راوړل کېږي چې پر درې کرښو وېشل کېږي. د سرې کرې ناروغان، د ژېړې او زرغونې کرښو ناروغان دي.»
یو شمېر ناروغ لرونکي په دغه روغتون کې د بسترونو او روغتیايي امکاناتو له کموالي شکایت کوي.
ناروغ لرونکی غلام فاروق د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«زموږ ناروغ د کما په حالت کې دی او په دغه روغتون کې ورته هېڅ رسېدنه نهکېږي. د ډاکټرانو کمښت دی، د درملو کمښت دی او د ځای کموالی دی. زموږ له ناروغ سره په یوه تخت څلور نور ناروغان هم بستري دي.»
د روغتیاپالانو په خبره د هرات حوزوي روغتون پرته په موسمي ناروغیو اخته سلګونه ماشومان خصوصي روغتونونو ته هم د درملنې په موخه ور وړل کېږي.
د ماشومانو د ناروغیو متخصص احمد شهیر شهیم طلوعنیوز ته وايي:«په هغه صورت کې چې د ناروغ وضعیت خراب وي او ځنډ کې روغتون ته مراجعه کوي یا په خپلسر درملنه کوي، د دې لامل کېږي چې، ماشوم حتا شاک ته ولاړ شي او د بېرته راستنېدو وړ نهوي او یا عفونت یې مغز ته ولاړ او یا د وینې عفونت رامنځته شي، چې ماشوم ته وافیات رامنځته کېږي.»
د هرات سربېره له څېرمه ولایتونو فراه، بادغیس او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې په پار ور وړل کېږي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولان د دغه روغتون د ماشومانو څانګې امکانات او ظرفیتونه د ټولو ورتلونکو ناروغانو لپاره کافي نهګڼي.
په دې اړه مو اندونه