کابل کې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ډاکټران وايي، تېره یوه اوونۍ کې د تودخې درجې لوړېدو له امله په ماشومانو کې د محرقې، ملاریا، مسموم کېدو، او نس ناستي موسمي ناروغیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د دغه روغتون ډاکټران وایي، تېرو اوو ورځو کې یې څه باندې ۱۴۴۰ ناروغان ثبت کړي دي.
ډاکټر، حفاظت الله حقیار صافي و ویل: « تېره یوه اوونۍ کې موږ ته شاوخوا ۴ زره ناروغانو مراجعه کړې چې ۱۴۴۳ تنه یې په موسمي ناروغیو اخته وو او دوی ته هغه څه چې اړتیا وه، برابر شوي دي.»
ډاکټر، محمد عارف حسن زی هم وایي: « د محرقې، نس ناستي، مسموم کېدو او پر ځينو مکروبي ناروغیو اخته ناروغانو مراجعه کړې او دغه ناروغۍ زیاتې شوې دي په ځانګړې توګه نس ناستی په ګرمه هوا کې ډېر زیاتیږي.»
یو شمېر کورنۍ هم وایي، د هوا ګرمېدو له امله یې په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
ناروغ لرونکې، ګل څانګې و ویل: « له تېرې پنجشنبه راهیسې په یوه شخصي روغتون کې بستر و هیڅ پایله یې ورنکړه، نس ناستې وه او استفراق یې کاوه.»
یو بل ناروغ لرونکي، عبدالله هم و ویل: « لور مې د خولې او لمنې وه، شپې دوه بجې وې چې اندراګاني روغتون ته راغلم، معاینه یې کړه وایې باید بستر شي، موږ هم بستر کړه.»
بلخوا، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې ناروغانو ته د جدي پاملرنې ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل په دې اړه و ویل:« د عامې روغتیا وزارت د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه بېلابېلو ولایتونو کې د درملنې پر مرکزونو او درملو کار کړی او د درملنې مرکزونه لازم چمتووالی لري.»
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د تېر کال په وروستیو اوو میاشتو کې په هېواد کې شاوخوا دوه سوه زره ماشومان په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي وو.
په دې اړه مو اندونه