Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ارزګان کې د خوارځواکۍ ۱۲ زره پېښې ثبت شوې دي

ارزګان کې په تېرو اوو میاشتو کې څه د پاسه ۱۲ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشوماتو ملاتړ صندوق یا یو نسیف سیمه‌ییز مسوولین وایي، ماشومانو ته د میندو شیدو نه ورکول، په کورنیو کې د عامه پوهاوي کموالی، او اقتصادي ستونزې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو اصلي لاملونه دي.

ارزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د خوارځواکۍ برخې مسوول، صدراعظم الفت و ویل: «د تېرو ۷ میاشتو کومې شمېرې چې له موږ سره دي، ۱۲۶۶۱ دي، چې موږ اوس هم پر سره لیکه ولاړ یو.»

دیني عالمان او د روغتیايي ادارو مسوولین هم د کورنیو اقتصادي ستونزې، عامه پوهاوي کموالی، کلتوري او ټولنیزې ناخوالې پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو لاملونه ګڼي.

دیني عالم، محمد طیب تعلیمي و ویل: «د امام اعظم د مذهب د مسلک پر بنسټ، یوه مور باید خپل ماشوم ته دېرش میاشتې شېدې ورکړي.»

د ارزګان د ولایتي روغتون رییس، عبدالواحد واحدیار و ویل: « له ټولو غواړو چې ماشوم ته د مور شیدې ورکړه دود کړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف د مالوماتو پر بنسټ تېر ۲۰۲۳ زیږیز کال په ارزګان کې نږدې ۲۶ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه