Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د درملنې د ۱۶ مرکزونو فعالیت؛ څه باندې ۱۵ زره روږدي تر درملنې لاندې دي

کابل کې د روږدو کسانو د درملنې زر بستریز روغتیایي مرکز کې د نږدې ۵ زره کسانو درملنه شوې ده.

 موږ له یوه داسې ښوونکي سره مخ کیږو چې نږدې دوه لسیزې یې په یوه ښوونځي کې کار کړی دی.

هغه وايي، اتلس کاله وړاندې پر نشه يي توکو روږدي شو.

تر درملنې لاندې، روږدی کس، نورالله وايي: کورنۍ دا پریکړه وکړه چې څو ځل دې اوس نه دي وهلي نو یو ځل روغتون ته ولاړ شه. ستونزې یې وینې چې بیا پر دې عمل اخته نه شې.

تر درملنې لاندې روږدو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې له نورو ولایتونو دلته راغلي دي.

تر درملنې لاندې روږدی کس، شیرین خان وايي: ټول خلک دا دی له خپلو بچیانو چې عملي دي، در په در دي. یو سړی چې عملي وي، ټول ګاونډيان ورسره په عذاب وي، هله دلته غلا وشوه، هلته بل کار وشو. کارونه ټول ښه خلک کوي، نوم د پوډري بد دی.

تر درملنې لاندې یو بل روږدی کس، عمران هم وايي: زموږ له اسلامي امارته غوښتنه دا ده چې دغو هلکانو ته څه د کار زمینه برابره شي نو کېدای شي راتلونکی نسل خراب نه شي.

د روږدو کسانو د زر بستریز روغتیایي مرکز رییس پر هغه څه چې د نړۍوالو بنسټونو نه همکاري یې بولي، نیوکه کوي.

د ده په ​​وينا، د نړۍوالو بنسټونو استازو تل له دغه مرکزه لیدنه کړې، خو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې يې همکاري نه ده کړې.

د روږدو کسانو د درملنې د زر بستریز روغتیایي مرکز رییس، عبدالنصیر منقاد په دې اړه وايي: که دوی په خپله ادعا کې رښتیني وي نو دوی کولای شي چې موږ سره په بیلابیلو برخو لکه د دوا په برخه کې، د خوړو او کالیو په برخو کې مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت شمېر ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۶ روغتیايي مرکزونو کې د ۵۵ زره روږدي کسانو درملنه شوې او اوس په دغو مرکزونو کې څه باندې ۱۵ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل هم وايي: زموږ موخه دا ده چې د ټولو روږدو چې په هېواد کې دي، که په مرکز یا ولایتونو او یا په کلیو کې اوسي د هغوی درملنه وکړو. ددې لپاره موږ داسې پروګرام هم لرو چې کور په کور درملنه کوو.

له دې سره هممهاله، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې له رییس د روږدو کسانو د درملنې او کروندګرو ته د بدیل کښت په تړاو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې رییس له افغانستان سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت شمېر ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۶ روغتیايي مرکزونو کې د ۵۵ زره روږدي کسانو درملنه شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه