Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د ۴۰۰ نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدل

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه یې جوړ کړي دي.
 
د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس عبدالله، د یوه خصوصي پوهنتون د طب محصلانو د فراغت په پروګرام کې زیاتوي چې، ډېرې ولسوالۍ له روغتیايي مرکزونو څخه بې برخې دي او باید دغې موضوع ته پاملرنه وشي.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس په دې هکله څرګندوي:«موږ کابو ۴۰۰ ودانۍ پرانیستې او خدمتونه مو وړاندې کړل. د جمعې په ورځ موږ د سید کرم ولسوالۍیوې ډېرې لېرې پرتې سیمې ته ولاړو په لسګونو کیلومټرو هم یو روغتیايي مرکز نه‌وو.»

بلخوا، په دغه پروګرام کې ځيني استادان وایي چې، ځوانان باید له تحصیله لاس وانخلي او د خپلو زده‌کړو له لارې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

 د یوه خصوصي پوهنتون رییس محمد افضل خوستی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له زده‌کړیالانو نه له دغو فراغانو نه زموږ هیله دغه ده چې، مظلوم ولس چې، ډېر ځورېدلی دی پر دغه هېواد څلور لسیزې جګړه تېره شوې، د څلورو لسیزو له ناخوالو څخه راوتلي خلک دي او اوس هم په اقتصادي، ټولنیز او په هره پلوه ډېر وروسته دي، له دوی څخه تمه دغه ده چې، په اسلامي اخلاقو دې د خپل بې‌وزله ولس د خدمت جوګه شي.»

له دې سره هم‌مهاله، ځینې هغه ځوانان چې، تازه فارغ شوي دي، له اسلامي امارته تمه لري چې، په دولتي روغتیايي ادارو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.

فارغ شوی زده‌کړیال یوسفزی وايي:«زموږ درسونه خلاص شول او موږ هم غواړو چې، په دولتي بنسټونو کې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

بل فارغ شوي زده‌کړیال عبید هم وویل:«هر کال په زرګونو پوهنتونه او د طب له پوهنځي څخه په زرګونو زده‌کړیالان فارغین ورکوي؛ خو په افغانستان کې د کار زمینه ډېره محدوده ده.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه