Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اریوب ځاځیو کې د یوه هېوادوال په شخصي لګښت روغتون جوړ شوی دی

د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالۍ کې په شخصي لګښت يو روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه روغتون د پرانيستې پر مهال د عامې روغتيا وزارت سرپرست وایي، هڅه کوي چې هېواد کې روغتیایي خدمات معیاري کړي.

دغه روغتون ۲۲ بستره لري، چې ټول خدمتونه يې وړيا او تر ډېره د زېږون پر مهال د مور او ماشوم برخه کې خدمات وړاندې کوي.

د روغتون مسوول، سليمان صالح وايي: په دې روغتون باندې کم او زیات ۱ میلیون ډالر لګښت راغلی دی، دا هرڅه په یو میلیون ډالرو ختم نشول، دا به تر هغې دوام لري چې زموږ توان وي.

د پکتیا د روغتون د ودانيزو چارو مسوول، داوود خان شېراز و ویل: هرڅه یې وړیا دي، له خدمې نیولې تر سر جراح پورې.

د دغه روغتون د پرانيستې پرمهال د عامې روغتيا وزارت سرپرست بيا هېواد کې روغتيايي خدمات غير معياري بولي او په خبره یې، لا هم په ډېریو سیمو کې روغتیایی خدمتونه په نشت حساب دي او هڅې کوي، چې هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي و ویل: د ولسوالیو په کچه که و ویل شي، کم و زیات ۹۳ ولسوالیو کې روغتونونه لرو. پرته له دې ټولې خالي دي. سپینې سیمې ډېرې لرو. خو هلته کلنیک یا روغتون نشته.

د اريوب ځاځيو ولسوالۍ اوسېدونکي د دې روغتون جوړيدو ته خوښ دي؛ خو په لرې پرتو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو او درملو کمښت او نورو لازمو روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسی لا هم لويه ستونزه بولي او له مسوولینو یې د هواري غوښتنه کوي.

قومي مشر، صمد ځاځی وايي: په روغتونونو کې د وسایلو نشتوالی او د ډاکټرانو نشتوالی او خرابې لارې ددې لامل کیږي چې ډېری وخت ناروغان تلف شي او لمنځه ولاړ شي.

دغه روغتون د اريوب ځاځيو ولسوالۍ د سپين غر په لمنه کې جوړ دی، چې ورغلې لاره يې خورا خرابه او خلک يې د جوړيدو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه