Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴ زره افغان ماشومان د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، دمګړۍ په هېواد کې ۱۴ زره ماشومان د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي.

د دغې ټولنې مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې زیاته کړې چې، له یادو ماشومانو شاوخوا ۷ زره یې د زړه پر پیچلو ناروغیو اخته دي او هېواد کې یې درملنه شونې نه ده او ټاکل شوې چې بهر ته د درملنې په موخه ولېږدول شي.

د دغې ټولنې د عملیاتي مرستیال په خبره، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته پاتې ۷ زره ماشومانو درملنه په نوبت سره د هېواد په ۱۱ روغتونونو کې روانه ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مرستیال عبداللطیف ثابت و ویل: « ۱۴ زره کسان چې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته دي او ثبت شوي دي. له دې ډلې ۷ زره یې پېچلې قضیې دي او په هېواد دننه یې درملنه امکان نه لري او باید هند یا جرمني ته ولېږدول شي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عملیاتي مرستیال له کورنیو او نړۍوالو موسسو، سوداګرو، صنعتکارانو او شتمنو شخصیتونو غواړي چې له دې ادارې سره خپلې مرستې روانې وساتي.

عبداللطیف ثابت زیاته کړه: « سوداګر، تصدۍ او بېلابېلې ټولنې چې افغانستان کې فعالیت کوي، له موږ سره دې مرسته وکړي. هر څومره چې ډېرې همکارۍ اوسي، موږ ښه کار کولای شو.»

اخوا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند وایي، دغې ټولنې د هېواد په کچه د سوالګرو د ټولولو، بشري مرستو، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو سره د نغدي مرستو، بې وزله کورنیو، کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو سره د مرستو په برخه کې ډېر کارونه ترسره کړي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز و ویل: « د ټول هېواد په کچه ۱۱۶زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي چې ۵ زره او ۳۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰زره او ۵۴۳ تنه کېږي، مستحق پېژندل شوي دي او د افغاني سرې میاشتې له لوري ورسره په ټوله کې په میاشتني ډول ۵۳ میلیونه او ۸۷۵ زره او ۸۱۲ افغانۍ نغدي مرستې شوې دي.»

د مسوولینو د معلوماتو لمخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنه ۹۴ کاله وړاندې جوړه شوې او ۷۰ کاله کېږی، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې لخوا په رسمیت پېژندل شوې ده.

اوس مهال دا اداره په ټول افغانستان کې ۴۶۰۵ کارکوونکي لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه