Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ۳۴۳ زره ماشومان بستر شوي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې څه باندې ۳۴۳ زره ماشومان د خوارځواکۍ ناروغۍ د درملنې په موخه په روغتونونو کې بستر شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې، یونېسف په افغانستان کې د طبي خوړو یوازینۍ تامینوونکی دی.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي:«په ماشومانو کې د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره روغتیايي خواړه حیاتي دي او یونېسف په افغانستان کې یوازې د روغتیايي خوړو برابرونکی دی. په روان کال کې څه باندې ۳۴۳ زره ماشومان د درملنې په موخه بستر شوي دي.»

خوارځواکي! هغه ناروغي چې، له کلونو راهیسې په هېواد کې ماشومان او امیندواره ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.

یوازې بې‌وزلي او بشپړو خوړو ته نه‌لاسرسی نه؛ بلکې ځینې ساري ناروغۍ هم پر دې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل کېږي.

احمد خپل زوی له بغلانه دې روغتون ته راوړی او په وینا یې ماشوم یې له ۵ میاشتو راهسې پر بېلابېلو ناروغیو اخته و چې، یادو ناروغیو او ناسمې درملنې یې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کړ.

د ناروغ ماشوم پلار احمد طلوع‌نیوز ته وویل:«دوامداره نس‌ناستی چې تېر کړ، نو همدا د دې لامل شو چې، ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته شي.»

 یاسر د دوه کلنۍ په درشل کې دی او له شپږو ورځو راهېسې د اندراګاندي روغتون د خوارځواکۍ څانګه کې بستر دی.

د ناروغ ماشوم مور فرشته وايي:«زموږ وضعیت ښه نه‌وو، خپل بچي ته مې رسېدنه ونه‌شوی کړای، چای او بوره مې ورکول، نو په خوار ځواکۍ اخته شو.»

ورته مهال، د اندراګاندي روغتون ځينې ډاکټران وايي چې، په وروستیو میاشتو کې د دغې ناروغۍ د درملنې په موخه د ناروغانو شمېر زیات شوی او هره ورځ نږدې ۵ ناروغان د درملنې په موخه په یاد روغتون کې بسترېږي.

ډاکټر اقا محمد شېرزاد طلوع‌نیوز ته وايي:«د ورځې پنځه یا شپږ، کم یا زیات ناروغان مراجعه کوي، بسترېږي او که‌چېرې له ولایتونو راغلي وي او نه یې بستروي موږ ورته خط ورکوو چې، کورته یې نږدې کلینیک کې چې، د بستر وړ وي یعنې اختلاطي نه‌وي په هماغه کلینیک ته یې راجع کوو.»

ډاکټر سیدعقیل وویل:«د ماشومانو واکسینونه باید پر وخت یې ورکړل شي. ترڅنګ یې د ماشومانو د تغذیې وخت مهم دی چې، باید له شپږ میاشتنۍ وروسته مراعات شي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېر زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې په خوارځواکۍ اخته یو اعشاریه پنځه مېلیونه ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو درملنه شوې او د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره په ټول هېواد کې څه باندې درې زره روغتیايي مرکزونه شته دي.
 
شریک یي کړئ