Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور جلال جلالي: سږ کال به په ۱۷ ولسوالیو کې عمومي روغتونونه جوړ شي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هېواد کې د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا ټینګار کوي او وايي، روان کال د ولسوالیو په کچه اوولس روغتونونه جوړېږي.

نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې له نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو غواړي، چې د هېواد روغتيايي سکټور ملاتړ وکړي. 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست و ویل: « موږ د والسوالیو په کچه د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا کار پیل کړی دی او په همدې موخه له بېلابېلو همکارانو سره په اړیکه کې یو، چې د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي. سږ کال به ۱۷ عمومي روغتونونه په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شي.»

دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني ویلي، هر کال له ۴ تر ۵ میلیونه ماشومان واکسین کېږي، خو یو اعشاریه اته میلیونه ماشومان اوس هم واکسین ته لاسرسی نه لري.

عبدالولي حقاني و ویل: « د افغانستان په کچه ۱ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان له واکسین پاتې شوې دي، د دې لپاره چې دغه پروګرام په سمه توګه تنظیم شي، د بیګ کچ اپ (Big Catch-up) پروګرام په دوو پړاوونو کې تنظیم شوی دی.»

د وقایوي طب رییس، حیدر خان حیدر و ویل: « دغه پروګرام کې به شاوخوا ۸۰۰ نارینه او ښځینه واکسیناتوران خدمات وړاندې کوي، انشاالله، هغو سیمو ته به ورځي چې له واکسینه محرومې پاتې شوې دي.»

ورته مهال د یونیسف استازي په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر لمنځه وړلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، ماشومانو ته د واکسینونو د رسولو په برخه کې د دوی هڅې دوام لري. 

افغانستان کې د یونیسف استازي،  معظم حسین و ویل: « افغانستان له هغو هېوادونو دی چې، په رښتیا هم واکسیناتورانو پکې ډېره قرباني ورکړې او دغه راز له هغو دوو هېوادونو دی چې، د ګوزڼ پېښې اوس هم پکې شته. دا یو لوی فرصت دی چې، هغو ماشومانو ته چې تر اوسه واکسین شوي نه دي، رسېدنه وکړو او له همدې فرصت په ګټنې سره د پوښښ سیمه لاپسې پراخه کړو او په راتلونکې کې به هم په همدې کچه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو.»

د کتلوي معافیت د ملي پروګرام د معلوماتو لمخې، هر کال له څلورو تر پنځو میلیونو ماشومان د دغه پروګرام له ګټو برخمن کېږي او په ټول هېواد کې د بېلابېلو واکسینونو د تطبیق لپاره شاوخوا ۳ زره مرکزونه فعال دي.

د یونیسف استازي په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر لمنځه وړلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، ماشومانو ته د واکسینونو د رسولو په برخه کې د دوی هڅې دوام لري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه