د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ مسوولین ددې ولسوالۍ په کفشان دره کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.
د پروان د شینوارو ولسوالۍ اړوند کفشان درې د روغتیايي مرکز مسوول وايي په دغه سیمه کې پر یوې ناپېژانده ناروغۍ اووه سوه تنه اخته شوي چې له دې ډلې دوه تنو ژوند بایللی دی.
دا ناپېژانده ناروغۍ چې تازه خپره شوې، د زیاتېدو په حال کې ده او یوازې په تېرو څلیروېشت ساعتونو کې دوه سوه تنه نور پرې اخته شوي دي.
تر دې وړاندې د پروان سیمهییزو مسوولینو پر دې ناروغۍ د پنځه سوه تنو له اخته کېدو خبر ورکړی و چې په دې ډله کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د پروان شینوارو ولسوالۍ د کفشان درې روغتیايي مرکز مسوول، حبیب الرحمان وايي: «زموږ شمېر نن ورځ ۷ سوو ته لوړ شو. تر اوسه دوه تنه مړه دي او ۱۳ نور مو د پروان ملکي روغتون ته واستول.»
قومي مشر، اینځر ګل و ویل: «دوه ساعته د موټر لار ده، څوک ورته رسېدلای نه شي. امبولانس، درملو او ډاکټر ته اړتیا ده.»
د سیمې اوسېدونکی جمعه خان د میرمنې او لور روغتیايي حالت ته په اندېښنې سره د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې پر وخت ددې ناروغۍ نورې خپرېدا مخنیوي برخه کې اقدامات وکړي.
د بدن کمزوري، د عضلاتو شدید درد، نس ناستې او شدیده تبه ددې ناروغۍ نښې بلل کېږي.
ناروغ لرونکی، جمعه خان وايي: «دوه ناروغان لرم؛ یوه مې مېرمن ده او یوه لور. وضعیت یې ډېر خراب دی، دې حد ته چې پر لار نه شي تللی.
یو بل ناروغ لرونکی، عبدالوکیل هم وايي : «زوی مې په مدرسه کې و چې ماته یې احوال راغلی، چې ورغلم وضعیت یې ډېر خراب و. تبه او استفراق لري.»
دا ناپېژانده ناروغي له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پروان شینوارو ولسوالۍ په کفشان دره کې خپره شوې چې ددې درې او څېرمه ولایتونو خلک ددې ناپېژاندې ناروغۍ خپرېدا له امله اندېښمن دي.