Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ډینګي تبې او ملاریا زیاتوالی او د نس ناستي او شري کمښت

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، افغانستان کې د جولای میاشتې پر تله په اګسټ کې د ډينګي تبې او ملاریا ناروغۍ زیاتې شوې دي. 

د نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې اګسټ کې د ډینګي تبې ناروغۍ کچه ۱۰ سلنې او د ملاریا کچه بیا ۱۵۲ سلنې لوړه شوې ده.

د راپور په بله برخه کې راغلي چې، دغه موده کې بیا د شدیدو اسهالاتو، کانګو تبې، شري، کرونا او د تنفسي ناروغیو په کچه کې کمښت راغلی دی.

راپور کې راغلي:

ډينګي تبه 
اخته کسان ۴۳۷ 
مړه شوي ۰ 

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۱۰.۱ سلنې زیاتوالی راغلی. 

حاد نس ناستی 
اخته کسان ۲۳۸۰۱
مړه شوي کسان ۱۰

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۲۴ سلنې کموالی راغلی دی.

د کانګو تبه 
اخته کسان ۱۷۰
مړه شوي ۱۳

د جولای میاشتې پر تله د اخته کسانو په شمېر کې ۴۳.۵ سلنې کموالی راغلی دی. 

ملاریا
د اخته کسانو شمېر ۱۱۷۱۴
مړه شوي ۱ 

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۱۵۲.۹ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

شری 

اخته کسان ۵۵۸۴
مړه شوي ۳۱ 

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۲۸.۲ سلنې زیاتوالی راغلی دی.

حادې تنفسي ناروغۍ 

اخته کسان ۶۲۸۷۱
مړه شوي ۱۵۳ 

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۱۹.۶سلنې زیاتوالی 

کرونا

اخته کسان ۶۸۲

مړه شوي ۸ 

د جولای میاشتې پرتله د اخته کسانو په شمېر کې ۱۷.۷ سلنې زیاتوالی راغلی دی. 

ځينې ډاکټران د دغو ناروغیو د کمېدو په تړاو داسې وایي.

ډاکټر، منیر احمد کمال و ویل: « په کم وخت کې د درملنې او سکیرنینګ لپاره د دغو ناروغیو کمښت غوره دی. د دغو ناروغیو درملنې لپاره مجهزو لابراتوارونو او مناسبو امکاناتو ته اړتیا ده چې ناروغان په کم وخت کې او وپيژندل شي او درملنه یې وشي.»

بل ډاکټر، سید عبدالله احمدي و ویل: « د روغتیا نړۍوال سازمان له داسې سیمو راپور چمتو کوي چې هلته روغتیاي خدمات موجود وي. زما په نظر د عامې روغتیا له اپیډیمیولوژي له مرکزونو هم باید شمېرې واخیستل شي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، اګسټ میاشت کې یې په ۲۸۶ ولسوالیو کې یې څه د پاسه ۶۶۶ زره تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه