د عامې روغتیا وزارت وايي چې، په هېواد کې د مړینې ۲۱ سلنه لامل د زړه ناروغۍ دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، په هغې غونډه کې چې، د زړه د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه، له نړۍوالو بنسټونو د معیاري روغتیایي خدمتونو په ځانګړې توګه د زړه د ناروغیو د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو معین عبدالولي حقاني وايي:«په افغانستان کې ۲۱ سلنه مړینه د زړه ناروغیو له امله ده. چې، دا شمېرې خورا ډېرې دي او موږ هڅه کوو چې، په دغې برخه کې ډېر کار وکړو.»
بل پلو، د زړه ناروغیو د ډاکټرانو د ټولنې رییس وایي چې، د زړه ناروغانو د درملنې په تړاو په ځانګړې توګه د نړۍوالو سټراټېژیو د جوړولو په برخه کې د خلکو کلتور ته په پام سره، د هېوادوالو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره کار ته اړتیا ده.
د افغانستان د زړه ناروغیو د ټولنې رییس عبدالواحد صدیقي څرګندوي:«د نړۍوالو معیارونو په مطابق، د معیاري سټراټېژیو او لارښوونو تدوین او تطبیق کې باید د افغاني ټولنې موضوعګانې او کلتور په نظر کې ونیول شي.»
بلخوا، په دې غونډه کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي دې ته په نغوتې سره چې د غیر ساري ناروغیو په تړاو د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده او د عامې روغتیا وزارت بودیجه هم د غیر ساري ناروغیو په برخه کې کمه ده، د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري د غیرساري ناروغیو په ځانګړې توګه د زړه ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی منوال وايي:«د روغتیا نړۍوال سازمان ژمن دی چې، د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي، مبارزې، کنټرول، تشخیص او درملنې په برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره تخنیکي همکاري وکړي؛ څو د غیر ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د زړه ناروغیو مخه ونیول شي.»
د سپټمبر ۲۹مه د زړه نړۍواله ورځ ده او هر کال دا ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان او روغتیا وزارت له لوري په بېلابېلو هېوادونو کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه لمانځل کېږي.
په دې اړه مو اندونه