په هرات کې روغتیايي مسوولانو طلوعنیوز ته ویلي چې، په وروستي یوه کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳۰۰ ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي دي.
د مسوولانو د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، له دې منځه څه باندې ۱۸۰ ماشومان مړه شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون زېږنتون شمېرې ښيي چې، هره میاشت تر ۸۰ پورې نوي زېږېدلي ماشومان یوازې په دغه روغتون کې نړۍ ته راځي.
د هرات دولتي زیږنتون د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګې مسوول عبدالحکیم حقاني وايي:«هغه میندې چې، له وخته مخکې ماشومان لري، هره ورځ موږ ته مراجعه کوي او هغه ماشومان چې، له وخته مخکې زېږېدلي، بسترېږي، هغوی چې، ښه کېږي، میندو ته یې سپارښتنه کېږي او رختصتېږي او ځينې ماشومان چې، جدي او ځانګړو مراقبتونو ته اړتیا لري، په بستر کې تر درملنې لاندې نیول کېږي.»
د میندو جسمي او رواني ناروغۍ، ناسالمه تغذیه او له وخته مخکې ودونه، تر وخت وړاندې زېږونونو اصل لاملونه بلل کېږي.
د ماشومانو او نویو زیږېدلو ماشومانو متخصص عبدالوهاب رحیمي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«کله چې، یوه مور حمل اخلي، باید په مظمه توګه د نسايي ولادي مختصص تر نظر لاندې وي او خوراکي مشورتې ترې واخلي چې، وکړای شي یو سالم ماشوم نړۍ ته راوړي.»
له اوو دیرشمې اوونۍ وړاندې زیږونونه تر وخت وړاندې زېږنونه بلل کېږي. دغه ماشومان تر یوې مودې په دغو ځانګړو ماشینونو کې ساتل کېږي چې، دوه کیلو وزن اخیستو سربېره په اسانۍ ساه واخلي. په دغو ماشینونو کې تر وخته وړاندې زېږېدلي ماشومان د اړتیا وړ اکسیجن، ځانګړې تغذیې سربېره ګرم ساتل کېږي.