Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د تېر کال پرتله د سرطاني ناروغیو کچه لوړه شوې

د هرات روغتیايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې سرطاني ناروغۍ د تېر کال پرتله ۴۰ سلنه زیاتې شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون د معلوماتو لمخې، د روان کال په لومړيو شپږو میاشتو کې پر سرطاني ناروغیو تازه ۲۴۰ ناروغان په دغه روغتون کې ثبت شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون د سرطان کنټرول پروګرام مسوول، فاروق احمد صدیقي و ویل: «شاوخوا ۳ زره ۳ سوه مراجعین مو درلودل، چې په دوی کې ۲۴۰ پېښې د سرطان پکې تشخیصې شوې دي. هغوی تر درملنې لاندې دي. څه باندې ۳ زره او ۴ سوه بستر شوي هم دي.»

د ځینو دغو ناروغانو درملنه په کور دننه شونې نه ده.

دوی وايي، د بې وزلۍ له امله له هېواده د باندې د درملنې وس نه لري.

یو ناروغ، عبداللطیف د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «ډاکټران وايي، بهر ته ولاړ شه، ما ويلې، وس نه لرم چې بهر ته ولاړشم او درملنه وکړم. دلته د تقدیر او د خدای رضا ته ناست یم، څه چې د الله رضا وه.»

یو بل ناروغ، فیصل احمد هم وايي: «پیسې نه لرم. پاکستان ته د تګ او درملنې او راتګ لپاره، درې څلورو لکو افغانیو ته اړتیا ده.»

ارثي ناروغۍ، ناسالم خواړه، ککړه هوا او له نشه يي توکو او الکولي مشروباتو ګټنه د سرطان ناروغیو اصلي لاملونه بلل کېږي.

ډاکټران وايي، د روغتیايي امکاناتو کمښت او د سرطان ناروغۍ په اړه د ناروغانو ناخبري د ګڼشمېر ناروغانو د مړینې لامل کېږي.

یو ډاکټر، بشیراحمد سادات وايي: «د سرطاني ناروغیو لاملونه ډېر زیات دي. جینیټک پکې بیا زیات رول لري، چاپېریال او هوا هم پکې رول لري. هغوی چې الکول څښي هغوی هم په بېلابېلو سرطاني ناروغیو اخته کېږي.»

د سرطان ناروغۍ درملنه درې پړاوه لري، چې دوه لومړي پړاوونه یې په هرات کې کېږي؛ خو درېیم ډول درملنې لپاره یې ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه