Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې د نس ناستې پېښې ۱۱.۷ سلنې راکمې شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل اوونیز راپور کې په افغانستان کې د نس ناستې په پېښو کې د کموالي خبر ورکړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، په تېره یوه اونۍ کې (د سپټمبر له ۲۹ تر اکټوبر ۵) د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي، چې دا د تېرو اوونیو پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.

د دغه سازمان د معلوماتو لمخې، د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه مرګ ژوبله په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د نس ناستې تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.

د روغتیا نړۍوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه د افغانستان په ۳۴۶ ولسوالیو کې ۱۴۶زره او ۵۵۵  کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي او ۷۰ تنه مړه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په دې شمېر کې ۸۱ زره ۶۹ یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۷۲ زره ۶۲۱ یې ښځې او نجونې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه