Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا نړۍوال سازمان: جولای کې ۸٫۵ مېلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، په جولای میاشت کې په ټول افغانستان کې، د پولیو واکیسناسیون په یوه څلور ورځني کمپاین له پنځو کلونو کم عمره  ۸٫۵ مېلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، چې په همدغې میاشت کې د پولیو درې مثبتې پېښې په کندهار او یوه په روزګان کې ثبت شوې ده.

ورته مهال په ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند او کابل کې هم د محیطي پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي: «په دغې میاشت کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې، درې دا پېښې په کندها او یوه په ارزګان کې ده. په جولای میاشت د محیطي پولیو د ۱۱ پېښو راپور هم ورکړل شوی، یوه دا پېښه په ننګرهار، یوه په لغمان، درې په کندهار او څلور په هلمند او دوه په مرکز کابل کې ثبت شوې دي.»

په دغه راپور کې دغه‌راز راغلي چې، له ۸٫۵ مېلیونه ماشومانو یوازې ۱۳زره او ۷۰۲ تنه یې هغه افغان کډوال دي چې، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ډاکټر مجتبی صوفي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له بده مرغه په هغې جغرافیه کې چې، موږ ژوند کوو، له ډېرې خواشینۍ سره لا هم د پولیو پېښې لیدل کېږي. او دا په پولو کې د خلکو د تګ راتګ له امله ده، د بېلګې په توګه کله چې، کډوال له بهرنیو هېوادونو خپل هېواد ته راستنېږي، په پولو کې د روغتیا وزارت ډلې باید دوی سل په سلو کې واکسین کړي او دا کولای شي چې، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو په مخنیوي کې ډېر اغېزناک وي.»

ډاکټر سید عبدالله احمدي هم څرګندوي:«باید وپېژندل شي او ولیدل شي، په هغو هېوادونو کې چې، دوی ژوند کاوه کوم واکسینونه ترلاسه کړي او کوم واکسینونه یې نه‌دي ترلاسه کړي. دا ډېره مهمه موضوع ده چې، کولای شي د واکسیناسیون د دغې کړۍ پایله په ټول هېواد کې بریالۍ کړي.»

که څه هم د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه نه وایي، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې د روان میلادي کال له پیلېدو راهیسې په هېواد کې د پولیو هېڅ یو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه