ارزګان کې ۶۰ روغتیايي مرکزونه د ودانیو نشته والي له امله په کرايي کورونه کې فعالیت کوي.
سیمهییز مسوولین وايي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د همکاره بنسټونو په مرسته اوولس روغتیايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
دا مهال ارزګان مرکز ترینکوټ ښار او ځینو ولسوالیو کې د ودانیو نشته والي له امله ۶۰ روغتیايي مرکزونه په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.
ددغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته د همکاره بنسټونو په مرسته ۱۷ روغتیايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او اړتیا ده، چې پاتې نورو روغتیايي مرکزونو ته هم ودانۍ جوړې شي.
، د ارزګان د عامې روغتیا ریاست مرستیال
زموږ اوس هم ۶۰ کلینیکونه په کرایي کورونو کې دي. چې په هغو کې خدمات نشي کېدای. کله چې موسسې راځي او ګوري چې کلینیکونه په کرایي کورونو کې دي نو مرسته نشي کولای او سولر یا نور څه نشي ورکولای.
په سویل زون کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول، سرګي چیمکوف وايي: « تر دې وړاندې مو د جاپان د خلکو په مرسته د روغتیا په برخه کې پروژې پلې کړې دي، زموږ لپاره د روغتیا سکتور لومړیتوب دی.»
خو د ارزګان ځینې اوسېدونکي له مسوولینو غواړي، چې لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي امکاناتو کمښت ستونزو حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د ارزګان اوسېدونکی، وايي : حمید الله چې دا ښځې ورشي ځکه د ښځو برخه نه لري او مرسته ورسره کېدای شي. چې نور جوړ شي. نور لا زیات شي. څو یې خدمتونه سم شي.
د ارزګان د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پربنسټ دا مهال په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کي ۱۱۶ روغتیايي مرکزونه فعال دي.
په دې اړه مو اندونه