اروپايي ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون او امیندوارۍ پر مهال د مخنیوي وړ عوارضو له امله مري.
دغه بنسټ زیاته کړه چې افغانستان د نړۍ په کچه د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او یوازې لس سلنه ښځې لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د اروپایي ټولنې د راپور یوه برخه کې ویلي: افغانستان د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو کې له پاموړ ننګونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او هغو کسانو لپاره چې په محرومو سیمو کې ژوند کوي.
لومړني روغتیایی خدمتونه یوازې لس سلنه ښځو ته د لاسرسي وړ دي. د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په نړۍ کې ترټولو لوړه ده. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او زیږون پر مهال د مخنیوي وړ عوارضو له امله مري او ۲۵ سلنه یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې سختې لارې او کم خدمتونه لري.»
یو ډاکټر، عبدالفتاح نیازی بیا وايي: په روغتیايي برخه کې یې له افغانستان سره ۳۱ میلیون یورو مرسته وکړه چې د سرطاني ناروغیو او د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي په برخو کې به ولګیږي. واقعاً افغانستان په روغتیايي برخه کې ستونزې لري. حکومت هم کار کولای شي خو په هغه کچه نه دي نو دغه مرستې لازمې ګڼم.
په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي چې د میندو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له افغانانو سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته شوې او ۱۶ میلیونه یورو د سرطان په څېر د غیر ساري ناروغیو لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته ورکړل شوي دي.
خو یو شمېر ډاکټران بیا وايي، چې افغانان په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي کې له بېلابېلو ناروغیو سره د مبارزې لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو دوام مهم ګڼيږږ
یو ډاکټر، غلام فاروق رسولي و ویل: افغانان روغتیايي مرستې ته اړتیا لري. ځينې ولایتونه بیا ډېره اړتیا لري. ځکه د تشخیص لپاره امکانات نه لري نو هیله ده چې دا ډول مرستې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتيا وزارت د ميندو او نو زېږو ماشومانو د مړينې په تړاو ويلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ميندو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ٣٥٠ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه