Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د جوماتونو له لارې پيل شو

د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبې، د لړم په ۷مه) د هېواد په ۱۶ ولایتونونو کې د پولیو واکسیناسیون د درې ورځني کمپاین له پيلېدو خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې، د واکسین په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره شپر اعشاریه دوه مېلیونه ماشومان واکسین شي.

د واکسین دغه کمپاین کور په کور نه؛ بلکې د جوماتونو له لارې اجرا کېږي.

شرافت زمان امرخېل په دې هکله وویل:«یاد کمپاین چې، د درې ورځې به دوام ولري، د ۶٫۲ مېلیونه هغو ماشومانو ته چې، له پنځو کلونو څخه کم عمر ولري. د پولیو واکسین به تطبیق شي. له قومي مخورو، علماوو او په سیمه کې له نفوذ لرونکو کسانو څخه مو هیله ده چې، زموږ د واکسین له ډلو سره په سیمه کې مرستندوی واوسږي چې، د پولیو واکسین کمپاین په سمه توګه تطبیق شي.»

یوه له ډاکټرانو سیمع‌الله احمدي په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«که‌چېرې یو کس له واکسین څخه پاتې کېږي، څه کېږي؟ هغه کړۍ چې، د ناروغۍ پر وړاندې رامنځته شوې له منځه ځي، نو اړینه ده هغه کسان چې، په افغانستان کې ژوند کوي ټول واکسین شي.»

د نورو کمپاینونو پر خلاف، هغه واکسیناتوران چې، په کابل ښار کې د یوه جومات مخې ته په تمه ناست دي، وايي چې، د واکسیناسیون د اجرا بڼه له کور په کور څخه جوماتونو ته بدلې شوې او کورنۍ کولای شي خپل ماشومان هغو مرکزونو ته چې، واکسیناتوران په کې حضور لري، واکسین کړي.

واکسیناتوره شریفه رضايي د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«دا دوره د پولیو واکسین ټولو کارکوونکو ته نوې ده او بدلون یې کړی، همدا ډول کورنیو ته یې هم بدلون کړی. تېرې دورې چې، وې کور په کور ګرځېدو؛ خو اوس جومات په جوما، سایټ په سایټ دي.»

د پولیو واکسیناسیون د یوې ډلې ناظر سیدروح‌الله ابراهیمي هم څرګندوي:«له ټولو کورنیو هیله کوو چې، خپل ماشومان نږدې جومات یا د پولیو واکسین د ډلو نږدې مرکز ته بوځي او د پولیو واکسین تطبیق کړي.»

خو یو شمېر هېوادوال بیا د پولیو له واکسین کوونکو ځينې غوښتنې لري.

د سرپل اوسېدونکی بسم‌الله وايي:«موږ د عامې روغتیا وزارت له چارواکو غواړو چې، دغه واکسین پر ټاکلي وخت یې تطبیق کړي څو له هغو ناروغیو چې، ماشومان پرې اخته کېږي مخنیوی وشي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زیږدیز کال له پيله تراوسه د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې؛ خو تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي و چې، په روان کال کې افغانستان کې د پولیو تر ۲۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه