د عامې روغتیا وزارت د تېر زیږدیز کال پرتله د شري ناروغۍ، د مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې د شري د ۱۰ زره شکمنو پېښو له منځه نږدې ۶ زره یې مثبتې وې او دا شمېر د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې، د عامې روغتیا وزارت، له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د کمپاینونو د پیلولو خبره کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د مثبتو پېښو ګراف هم پوره شوی چې، سږکال له موږ سره مثبت تایید شوي پېښې نږدې ۶ زره دي. په نږدې میاشتو کې موږ پلان لرو چې، د شري د واکسین ملي کمپاین تطبیق کړو. د دې په واسطه به موږ وکولای شو چې، په افغانستان کې د شري زیاتېدونکو پېښو مخنیوی وکړو.»
خیربیګم چې خپل لمسی د درملنې لپاره له بامیانو د کابل یوه روغتیايي مرکز ته راوستی، په شري د خپل لمسي د اخته کېدو علت داسې بیانوي:«ماشومانو لومړی تبه وکړه او وروسته په شري اخته شول. د هغه ځای روغتون ته مو بوتلل او پیچکاري یې ورته وکړه، دانې پرې راووتلې؛ خو وویل چې، دغه ماشوم مرکز ته بوځئ چې پر ستونزه یې پوه نهشوو.»
د اندراګاندي روغتون ډاکتران د تېر کال پرتله د دې ناروغۍ د زیاتېدو پخلی کوي؛ خو زیاتوي چې، په تېرو دوو میاشتو کې دا ناروغي لومړیو میاشتو ته په کتو د ناروغۍ کچه کمه شوې ده.
ډاکټر محبالله حبیبي څرګندوي:«د تېرو دوو میاشتو پرتله چې، موږ به د میاشتې ۳۰۰ تر ۴۰۰ سوه ناروغان بسترول، د دغې دورې واکسین له تطبیق کېدو سره، اوس موږ د میاشتې ۲۰۰ تر ۲۲۰ بستري ناروغان لرو.»
بل ډاکټر شکرالله حقجو هم وايي:«ځانګړې وقایه نهلري. کله چې، یو ماشوم په شري شکمن وي، معمولاً تبه لري او سترګې یې سرې کېږي چې، په دغه مرحله کې باید له نورو ماشومانو جلا شي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي و چې، د روان زېږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په هېواد کې د دغې ناروغۍ څه باندې درې زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په دې اړه مو اندونه