Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا برخې ته خبرداری؛ افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور مري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوې اعلامیه کې ویلي چې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون پورې اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې، د هېواد د روغتیايي مراقبتونو حساس بنسټونه د مور د روغتیا او زیږون روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د میندو او ماشومانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د زېږون یا ولادته یو له ترټولو ستونزمنو ځایونو بللی دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«افغانستان لا هم په نړۍ کې د ښځو لپاره د زیږون تر ټولو ستونزمن ځای دی. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په امیندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ عوارضو له امله مري.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسيا او ارام سمندر سيمې رییس زیاتوي، چې افغان مېرمنې او نجونې د اوږدې مودې جګړو، محدوديتونو او د دندو له لاسه ورکولو له امله له رواني ستونزو سره مخ دي او دغه سازمان د افغانستان له ۲۵ کاله  د کم عمره ۶۳ سلنه نفوس ته د بشري مرستو د وړاندې کولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسيا او ارام سمندر سيمې رییس  پیو سمیټ وايي:«د ځوانانو د پروګرام له لارې، موږ له څه باندې ۶۶۰۰۰۰ ځوانانو سره مرسته کړې چې، ۸۰ سلنه یې ښځې دي.»

ډاکټره نجم السما شفاجو طلوع‌نیوز ته وايي:«روغتیايي مرکزونه باید ډېر مجهز وي، د روغتیايي مرکزونو شمېر باید زیات شي، په روغتونو کې د بسترونو شمېر زیات شي او د ښځينه ډاکټرانو شمېر هم باید زیات شي. د دې سربېره هغه درمل چې، په روغتونونو کې کمبود دي، پوره شي او د نسايي او ولادي ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو کوښښ وشي.»

ډاکټره صالحه هم وايي:«له نړۍوالې تولنې هیله کوو د هغو میندو لپاره چې، ډېرې اړمنې دي، مرسته او رسېدنه وکړي چې، د میندو د مړینې کچه راټیټه شي.»

داپه داسې حال کې ده چې، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اسیا او ارام سمندر سیمې رییس په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره وکتل او په ټول افغانستان کې یې د روغتیايي خدمتونو د زېربناوو د پراختیا، په محرومو سیمو کې د نويو روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د اسانتیاوو درامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه