پر هیموفیلیا ناروغۍ ځينې اخته ماشومان وایي، باید هېواد کې د دغې ناروغۍ د ښې درملنې زمینه برابره شي.
له بل لوري د وینې د مرکزي بانک مسوولین په دغه بانک کې د وینې د ۹ فکټور کمښت ته اندېښمن دي او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو د همکاریو غوښتونکي دي.
۵ کلن عمر له اته میاشتنۍ راهیسې د هیموفیلیا یا د سپینې وینې کرویاتو له کمښت سره مخ دی. د عمر کورنۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې د وینې مرکزي بانک ته د نوموړي د درملنې په موخه ورځي.
عمر د طلوعنیوز خبریال ته وایي: « له اته میاشتنۍ راهیسې ناروغ شوی یم او دلته درملنې په موخه راځم.»
بل ناروغ ماشوم، کامران و ویل: « زه د غوربند یم او لاره مې لیرې ده. کله چې دغه روغتون ته راځم دوی راسره همکاري کوي او وینه راکوي.»
ناروغ لرونکي، حیات الرحمن و ویل: « له خلکو او ډاکټرانو مې غوښتنه ده چې ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.»
د وينې بانک مسوولين دغه بانک کې د ۹ فکټور له کمښته اندېښمن دي او له مرستندويه بنسټونو غواړي چې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره نورې اسانتياوې او مرستې برابرې کړي.
د وینې په مرکزي بانک کې د هیموفیلیا د څانګې مسوول، همایون همدرد و ویل: « زموږ ننګونه د ۹ فکټور کمښت ده، خو هیله من یم چې په راتلونکي کې مرستندویه بنسټونه له موږ سره ډېرې مرستې وکړي څو موږ وکولای شو د خپلو ناروغانو ستونزې حل کړو.»
بل لور ته د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، کابل او ولایتونو کې یې د هیموفیلیا ناروغانو لپاره مرکزونه جوړ کړي او دغه وزارت وکولای شول چې دغو مرکزونو کې د ناروغانو لپاره د وینې فکټورونه برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل و ویل: « دا مهال مو د وینې بانک په حوزوي مرکزونو او یا لابراتوارونو کې د هیموفیلیا ناروغانو ته شته امکانات برابر کړي او هلته فکټورونه چمتو کیږي او ناروغانو ته تطبیق کیږي.»
تر دې وړاندې د وینې بانک مسوولینو ویلي و چې، له دغه بانک سره د هیموفیلیا ۸۸۲ ناروغان ثبت شوي دي.
په دې اړه مو اندونه