Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډيابېټ نړۍواله ورځ؛ د شکرې ناروغان هېواد کې له کم کیفیته درملو شکایت لري

د نومبر ۱۴مه د ډيابېټ یا شکرې ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان سږکال دغه ورځ د خنډونو د لرې کولو تر سرلیک لاندې لمانځلې او ویلي یې دي چې، د ۲۰۲۲ کال د سروې لمخې، دغې ناروغۍ د آسیا په سویل ختیځ کې شاوخوا ۲۴۶ میلیونه کسان اغېزمن کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي: (د ۲۰۲۲ کال وروستي اټکلونه ښیې چې د شکرې ناروغي به د سویل ختیځې آسیا په سیمه کې شاوخوا ۲۴۶ میلیون وګړي چې عمرونه یې ۳۰ او تر دې زیات وي اغیزمن کړي. د شکرې ناروغۍ د نه درملنې او نه کنټرول پایلې د زړه حمله، مغزي سکته، د پښتورګو له کاره لویدل، ړوندوالی او د غړو پرې کیدل دي.)

لالا میر له هغو کسانو دی چې درې کاله وړاندې د شکرې پر ناروغۍ له اخته کېدو خبر شو.

نوموړی نن د شکرې ناروغۍ د درملنې یو مرکز ته راغلی څو د خپلې ناروغۍ درملنه وکړي، خو وايي چې بې کیفیته درمل لامل شوي پر ناروغۍ یې چندان اغیز ونه کړي.

پر شکرې ناروغۍ اخته، لالا میر وايي: درې کلونه کیږي چې په دې ناروغۍ اخته یم. د افغانستان په هر ګوټ وګرځېدم، ډاکټرانو ته ولاړم، معاینې مې وکړې خو پایله یې ور نه کړه. ځکه درمل بدل دي او هیڅ ګټه نه کوي.

پر شکرې ناروغۍ یو بل اخته، فیض الرحمن هم وايي: د الله فضل دی زموږ په هېواد کې تشخیص شته، درملنه شته خو کومه درمل چې را واردیږي هغه ډېر بې کیفیته دي. 

په پلازمېنه کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د یو مرکز ډاکټران هم پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د ورځ تر بلې زیاتوالي خبره کوي.

ډاکټره، ماجیبن مهربان په دې اړه وايي:  هغه ناروغان چې د ورځې موږ ته مراجعه کوي، شمېر یې له ۹۰ تر ۱۱۰ کسانو دی. د دوی لمنځه کوم چې کوم له موږ سره نوي راجستر کیږي، لس یا ۱۵ ناروغان وي. هغه پېښې چې نوې تشخیص کیږي بیا یې دوه یا درې وي. یانې په دې مانا چې د شکرې ناروغۍ پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.

د داخله او شکرې ناروغۍ متخصص، احمد کامران هم وايي: باید خپل ورځنی ورزش هېر نه کړي، دوام ورکړي، له فزیکي پلوه فعال اوسي، مناسبه کالوري استعمال کړي چې وزن یې زیات نشي، ترکاري وخوري. 

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړه چې د دغه سازمان غړو په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د پنځو موخو په لاسته راوړلو ټینګار کړی چې یو یې د ۸۰ سلنه خلکو د شکرې ناروغۍ تشخیص دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان غړو په ۲۰۲۲ کال کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د پنځو موخو په لاسته راوړلو ټینګار کړی چې یو یې د ۸۰ سلنې خلکو د شکرې ناروغۍ تشخیص دی.

شریک یي کړئ