د عامې روغتیا وزارت سرپرست « د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» تر سرلیک لاندې د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جده ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، په دې غونډه کې به د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت کمولو، د دغو درملو د سمې کارونې او د دې ننګونې د لمنځه وړو لپاره د ګډو لارو چارو پر موندلو خبرې وشي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وايي: د دغه سفر موخه په جدې ښار کې د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت په اړه د وزیرانو په غونډه کې ګډون وو. په دغه غونډه کې به پر دې بحث وشي چې څه ډول کولای شو د میکروب ضد درملو د مقاومت کچه راټيټه کړو. همدا راز به د انټي بایوټیکو د اغیز کچې د راټیټولو په اړه به هم خبرې کیږي.
د هېواد ځينې ډاکټران په دا وړ غونډو کې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو ګډون ګټور ګڼي.
ډاکټر ، باز محمد شیرزاد هم و ویل: دا نړۍوالې غونډې د میکروب ضد درملو د مقاومت راټيټولو په برخه کې ډېرې اغیزناکې تمامیږي، همدا راز د معافیت کچې لوړولو برخه هم ورسره د بحث لاندې نیول کیږي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست سویس ته په خپل سفر کې د روغتیا نړیوال سازمان له رییس سره د ساري ناروغیو د کنټرول، د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو او په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په تړاو خبرې کړې وې.