د روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي د سعودي عربستان په جده ښار کې د روغتیا د نړۍوال سازمان له رییس تډروس اډهانوم سره په کتنه کې د افغانستان د روغتیا په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل په وینا، په دې کتنه کې نور جلال جلالي د پولیو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا، د روغتیا په برخه کې د زیاتو همکاریو د راجلبولو او په نړۍوالو روغتیايي غونډو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د استازو د ګډون په تړاو خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«دغه لیدنه چې، د تېرې لیدنې په تعقیب چې، په جینوا کې ترسره شوې وه، د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره په مرسته او همدارنګه په لېرې پرتو سیمو کې، د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړولو، سپينو ساحاتو ته د روغتیايي خدمتونو پر رسولو خبرې شوې دي. د عامې روغتیا ښاغلي وزیر نور جلال جلالي، د افغانستان د لېرې پرتو سیمو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او همدارنګه، د لېرې پرتو سیمو د اوسېدونکو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، له ساري ناروغیو سره د مبارزې او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د محوه کولو لپاره د هڅو خبرې کړې دي.»
اخوا، ځينې ډاکټران د روغتیا وزارت د سرپرست دا کتنه مهمه بولي او د دغه وزارت له مسوولانو غواړي چې، د روغتیا په برخه کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د دوامداره همکارۍ غوښتنه وکړي.
ډاکټر عبدالنعیم حلیمي طلوعنیوز ته وايي:«دغه کتنه چې، عامې روغتیا د سرپرست او د روغتیا د نړۍوال سازمان له رییس او نورو هېوادونو ترمنځ کېږي، ډېر اهمیت لري. زموږ د روغتیا سکټور باید پیاوړی شي چې، د ویروسونو پر وړاندې مبارزه وکړي.»
بل ډاکټر عبدالحمید صاحبزاده هم څرګندوي:«د واکسینونو په برخو کې نیمګړتیاوې لرو او موږ باید کوښښ وکړو چې، له هېوادونو سره په همکارۍ یو بل ته لاسونه سره ورکړو او ناروغۍ لهمنځه یوسوو.»
دا په داسې حال کې ده چې، د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست د جمعې په ورځ «د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت» په نوم د وزیرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان جدې ته سفر وکړ.