د نومبر له اتلسمې تر ۲۴مې د مېکروب ضد مقاومت په تړاو د عامه پوهاوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او د دغې اونۍ په وروستۍ ورځ عامې روغتیا وزارت هم دغه ورځ ولمانځله.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رييس په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، له درملو او په ځانګړې توګه له انټي بیوټیکونو ناسمه ګټنه د انسانانو په بدن کې د مکروب د مقاومت لامل کېږي.
د نوموړي په وینا، په هېواد کې د تشخیصیه وسایلو د کمښت له امله ډېری ناروغان له حده ډېر له انټي بیوټیکونو استفاده کوي.
د معالجوي طب رییس، وحدت الکوزی په دې اړه وايي: کله چې کافي تشخیصي وسایل موجود نه وي، نو د ناروغیو تشخیص سم نه ترسره کېږي او ډاکټران اړ کېږي چې انټي بیوټیکونه تجویز کړي. دا کار کولی شي چې د میکروبونو مقاومت رامنځته کړي او د دې درملو تاثیر په راتلونکي کې کم کړي، او له همدې امله د مړینې کچه هم لوړه ده.
د عامې روغتیا وزارت د کیفیت ښه والي او ناروغانو د خوندیتوب څانګې امره، کریمه مایار و ویل: د درملو ټيټ کیفیت میکروبي مقاومت زیاتوي او د انټي بیوټیکو د زیاتې استفادې لامل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو ريیس هم په دې مراسمو کې وویل، تر اوسه له انټي بیوټیکونو د ګټنې څرنګوالي ته چندانې پام نه دی شوی او په وینا یې نړۍوال بنسټونه باید له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په دې برخه کې ځينې پروتوکولونه رامنځته کړي.
د عامې روغتیا وزارت د تشخصیه خدمتونو رییس، احمد ناصر حنفي و ویل: د دغې موضوع د مدیریت لپاره، باید د انټي بیوټیکو په کارولو باندې معقول محدودیتونه ولګول شي، او درې وړاندیزونه باید په پروتوکول کې ځای پر ځای شي. ځکه چې د انټي بیوټیکونو په استفادې کې لارښود، د مصرف محدودیت، او همدارنګه اندګرېجویټ او پوست ګریجویټ مهم دي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د مالوماتو لمخې، هر کال په ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه کسان له دې امله مري چې، انټي بیوټیکونه یې پر ناروغیو کار نه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وایي، هېواد کې د تشخیص په برخه کې د وسایلو د کمښت له امله د انټي بایوټیکو کارونه زیاته شوې ده.