د ډسمبر لومړۍ نېټه له اېډز سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د عامې روغتیا وزارت راپور ورکړی چې، د روان لمریز کال په لړ کې، په هېواد کې د اېډز کابو ۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له اېډز سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هممهاله، د عامې وزارت وایي چې، په ټول هېواد کې د دغې ناروغۍ د درملنې اته او د تشخیص ۶۱ مرکزونه شته.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل زیاتوي:«سږکال له موږ سره د ۲۰۰ په شاوخوا کې مثبتې پېښې دي، یو علت یې هم دا دی، هغه سیمې چې، مخکې تر پوښښ لاندې نهوې، هلته روغتیايي مرکزونو شتون نهدرلود، هلته اوس رسېدنه شوې او خلکو ته ډېر خدمتونه شوي دي.»
د افغان- جاپان د ساري ناروغیو روغتون د اېډز د درملنې څانګې مسوول محمد خان هدایت وایي چې، له دوی سره ۱۵۵۵ ناروغان ثبت دي چې، یوازې د روان لمریز کال له پیل راهیسې ۱۱۶نوې پېښې ثبت شوې دي.
ښاغلی هدایت له ډاکټرانو او مرستندویو روغتیایي ادارو غواړي چې، پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو د نورو ناروغیو د درملنې په برخه کې هم مرسته وکړي.
د افغان- جاپان روغتون د اېډز د درملنې څانګې مسوول زیاتوي:«د تېرې اتو نیمو تر نهو میاشتو په لړ کې، په ټول کې، ۱۵۵۵ ناروغان له موږ سره ثبت دي.، سږکال ۱۱۶ جدي ناروغان ثبت کړي. زموږ ناروغان د جراحي علمیاتو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. له دولت او همدارنګه له همکارو موسسو هیله لرو چې، په دې برخه کې له موږ او زموږ له ناروغانو سره همکاري وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، سږکال د اېډز پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري «د حقونو لارغوره کړئ: زما روغتیا، زما حق!» تر شعار لاندې لمانځل شوې. د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې، په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۳۹٫۹ مېلیونه کسانو له اېډز سره ژوند کاوه او نږدې ۶۳۰ زره کسانو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۱٫۳مېلیونه کسان پر اېډز اخته شوي دي.