د ملګرو ملتونو کارپوهان په طبي ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو د زدهکړو د بندیز په تړاو پرېکړه د «توجیه وړ» نهبولي.
هغوی په یوې اعلامیه کې ویلي چې، دغه پرېکړه، په افغانستان کې د ښځو د ځور، ناروغۍ او د میندو د مړینې لامل کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د کارپوهانو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«له شک پرته دغه چاره به، ځور، ناروغۍ او په ډېر احتمال اوس مهال او په راتلونکي کې نسلونو کې د افغان ښځو او ماشومانو د مړینې لامل به شي چې، کولای شي د ښځو پر وژنې بدل شي.»
کهڅه هم اسلامي امارت تراوسه دغه پرېکړه په رسمي توګه تایید کړې نهده؛ خو د فرانسې خبري اژانس، په عامې روعتیا وزارت کې د خپلو سرچینو پر حواله لیکلي چې، له دغه اقدام سره، په طبي برخو کې کابو ۳۵ زره زدهکړیالانې له زدهکړو محرومې شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي:«د عامې روغتیا وزارت کې د یوې سرچینې په وینا، دمګړۍ په نږدې ۱۰ دولتي او څه باندې ۱۵۰ خصوصي موسسو کې کابو ۳۵ زدهکړیالانې دي چې، د روغتیاپالنې، قابلهګۍ، د غاښونو ډاکټرۍ او لابراتوارۍ په برخه کې ورته دوه کلن ډپيلوم ورکوي.»
د ښځو د حقونو فعاله لیما شېرزۍ طبي مرکزونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په تړاو وايي:«د نجونو پر مخ د طبي موسسو تړل کېدل، د دې په معنا دي چې، افغانستان به تر راتلونکو څو کلونو ښځينه روغتیا پاله ونهلري چې، د ښځينه ډاکټرانو په نشتون کې، نرینه ډاکټرانو ته مراجعه کول د ښځو خصوصي حریم ته ستر ګواښ شمېرل کېږي، هغه هم د افغانستان په سنتي ټولنه کې چې، د ښځو او نجونو د مړینې لامل به شي.»
له دې مخکې، د طبي موسسو ځينو مسوولانو او زدهکړیالانو په ښوونیزو ټولګیو کې د نجونو د حضور د بندیز په تړاو طلوعنیوز ته ویلي وو چې، هغوی ته یې یوازې لس ورځې وخت ورکړی چې، ازموینې یې پای ته ورسېږي؛ هغه پرېکړه چې، له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.