Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوناما مرستیال پر نجونو د طبي زده کړو د بندیز د ګواښونو خبرداری ورکړ

د یوناما مرستیال او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مستو همغږی کوونکی، انډریکا رټواټه وایي، افغانستان کې پر نجونو د طبي زده کړو بندیزو به د څه باندې ۴۰ زرو قابلو نرسانو پر ژوند منفي اغېزې وکړي. 

انډریکا رټواټه ټینګار کړی چې، افغانستان کې د مېندو او ماشونو د مړینې کچه لوړه ده او اسلامي امارت باید دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي. 

د هغه په خبره، د هېواد په طبي انسټیټیوټونو کې ۳۶ زره قابلې او ۳ زره نرسانې په زده کړو بوختې وې.
 
رټواټه ویلي: « د بېلګې په توګه ۳۶ زره قابله ګانې او ۳ زره نرسانې د روزنې په حال کې وې، که طبي انسټیټیوټونه بند شي، دا شمېر به فارغ نشي، په دې مانا چې دا شمېر به په ټولنه کې له ښځو او نجونو سره مرسته ونه کړي او د دوی په روغتیا او هوساینې به مستقیم اغیز وکړي.»

د یوناما دغه چارواکی زیاتوي چې، له افغانانو ملاتړ کوي. 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي و ویل: « البته، موږ به مشوره وکړو او له حکومته به وغواړو چې پاملرنه وکړي او موږ به تل خلاص او اصولي تعامل ولرو، هر څه چې کوو، د افغانانو د پاملرنې مرکز به وي.»

ډاکټر برکت الله رسولي د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « که د نسایي ولادي ډاکټره نه وي، یوه ښځه چې امیندواره وي او یا کومه بله ښځينه ستونزه ولري، څنګه کولای شي یوه نارینه ډاکټره ته خپله ستونزه و وایي.»

بل لور ته د ښځو د حقونو ځینې فعالانې له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنسټونو په ځانګړې توګه د طبي انسټیټیوټونو دروازې پرانیزي.
 
د ښځو د حقونو فعالې، لمیا شیرزۍ و ویل: « د لوړو او نیمه لوړو زده کړو طبي موسسې د افغانستان د نجونو او ښځو یوازینۍ هیلې وې چې لږ تر لږه یې د ښځو له لوري د روغتیایي خدمتونو هیلې لرلې.»

د شمېرو لمخې، دا مهال افغانستان څه باندې ۱۸ زره قابلو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ