د نجونو پر مخ د روغتیايي انسټیټیوټونو د تړلو له لس ورځني مهلت وروسته یو شمېر زده کړیالانې د دغو مرکزونو د دروازو له تړلو اندېښنه څرګندوي.
مسکا یوه له هغو زرګونو زده کوونکو وه، چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په ډېره لېوالتیا سره روغتیايي انسټیټیوټونو ته ولاړه.
نوموړې چې د قابله کېدو په هیله درې سمسترونه بشپړ کړي وايي، نور نشي کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د روغتیايي انسټیټوټ زده کړیاله، مسکا وايي: "د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، همدا انسټیټوټونه زموږ لپاره یوازینۍ هیله وه چې خپلو هیلو ته ورسیږو. ما غوښتل یوه ښه قابله شم او راتلونکي کې عاید ترلاسه کړم."
ورته مهال د دغو انسټیټوټونو يو شمېر زده کړیالانې د نجونو پر وړاندې د دغو روغتيايي مرکزونو د دروازو له تړل کېدو خواشينې دي.
دوی د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د زده کړو دروازې یې پر مخ بندې نه کړي.
د روغتیايي انسټیټوټ یوه بله زده کړیاله، عاصیه هم وايي:"هیله لرم چې یوه ښه قابله شم او خلکو ته خدمت وکړم. له اسلامي امارته غواړم چې د انسټیټوټونو دروازې بندې نه کړي څو موږ وکولی شو خپلو زده کړو ته دوام ور کړو."
بل لور ته، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په خبري کنفرانس کې د نجونو پر مخ د روغتیايي انسټیټوټونو د بندولو پر پرېکړې اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې نوموړي افغانستان ته د خپل پنځه ورځنۍ سفر په لړ کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندیز د لغوه کېدو په اړه د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره کتلي، خو د دغې پرېکړې د لغوه کېدو په اړه یې هېڅ غبرګون نه دی ترلاسه کړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکلاسن: ( هیڅوک ونه توانېدل زموږ په غونډو کې له اوسنیو چارواکو سره موږ ته ووايي چې دا حکم ولې صادر شوی یا به د ښځو او ماشومانو د روغتیا لپاره د هغه احتمالي ناوړه پایلې څه وي.)
خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په ټولنه کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو او نرسانو حضور خورا مهم ګڼي.
د ښځو د حقونو فعاله، عالمتاب رسولي وايي: "هر حکومت مسوول دی چې د ټولنې اړتیاوې پوره کړي. په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو حضور یوه جدي اړتیا ده چې اسلامي امارت مسوولیت لري دا اړتیا پوره کړي."
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په رسمي ډول په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د روغتیايي انسټیټوټونو د بندیز خبره نه هم تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.
خو تر دې وړاندې د یو شمېر روغتیايي انسټیټوټونو زده کړیالانو طلوعنیوز ته ویلي و چې دوی ته د سمستر د وروستیو ازموینو د تېرولو لپاره لس ورځې مهلت ورکړل شوی وو او دغه لس ورځنی مهلت نن پای ته ورسېد.