Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز کې د روغتیایي خدمتونو کموالي خلک اندېښمن کړي دي

د نیمروز اوسېدونکي د ولایتي روغتون له خدمتونو شکایت کوي او وایي، دغه روغتون کې ناروغانو ته په سم ډول رسېدنه نه کیږي. 

دوی نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارو پر چټکتیا ټینګار کوي.

د نیمروز اوسېدونکی، شېرخان په دې اړه وایي: « زرنج ښار کې د ولایتي روغتون د خدمتونو ظرفیت ټیټ دی او زموږ ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه کیږي. د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړو چې ژر تر ژره دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته یي وسپاري.»

د نیمروز بل اوسېدونکي، توریالي و ویل: « موږ چې تل ناروغ ولایتي روغتون ته لېږدوو، له ډېرو ستونزو سره مخ کیږو. د موټرو بیروبار او غږ د دې لامل کیږي چې، ناروغ پر وخت روغتون ته ونه رسېږي. له سیمه ییزو مسوولینو غواړو چې د سل بستریز روغتون چارې ژر بشپړې کړي.»

خو د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکې به د ناروغانو ستونزې حل شي.

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد وایي: « د دغه ولایت د سل بستریز روغتون چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به یې د فعالیت له پیل سره د ناروغانو ستونزې حل شي.»

نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د پخواني حکومت پرمهال پیل شوي چې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې چارې ځنډېدلې وې.

د دغه روغتون چارې بېرته پيل شوي او نږې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکې به د ناروغانو ستونزې حل شي.

تصویر بندانگشتی

د نیمروز اوسېدونکي د ولایتي روغتون له خدمتونو شکایت کوي او وایي، دغه روغتون کې ناروغانو ته په سم ډول رسېدنه نه کیږي. 

دوی نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارو پر چټکتیا ټینګار کوي.

د نیمروز اوسېدونکی، شېرخان په دې اړه وایي: « زرنج ښار کې د ولایتي روغتون د خدمتونو ظرفیت ټیټ دی او زموږ ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه کیږي. د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړو چې ژر تر ژره دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته یي وسپاري.»

د نیمروز بل اوسېدونکي، توریالي و ویل: « موږ چې تل ناروغ ولایتي روغتون ته لېږدوو، له ډېرو ستونزو سره مخ کیږو. د موټرو بیروبار او غږ د دې لامل کیږي چې، ناروغ پر وخت روغتون ته ونه رسېږي. له سیمه ییزو مسوولینو غواړو چې د سل بستریز روغتون چارې ژر بشپړې کړي.»

خو د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکې به د ناروغانو ستونزې حل شي.

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد وایي: « د دغه ولایت د سل بستریز روغتون چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به یې د فعالیت له پیل سره د ناروغانو ستونزې حل شي.»

نیمروز کې د سل بستریز روغتون د جوړولو چارې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د پخواني حکومت پرمهال پیل شوي چې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې چارې ځنډېدلې وې.

د دغه روغتون چارې بېرته پيل شوي او نږې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه