Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: ۱۱ ولایتونو کې ۴.۸ میلیون ماشومان ګوزڼ ضد واکسین کیږي

د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین د هېواد په یوولسو ولایتونو کې پیل شوی دی.

په کابل کې د یوه جومات مخې ته ولاړ دي چې د دې سیمې ماشومان د ګوزڼ  یا پولیو پر وړاندې واکسین کړي.

ورور ورور د هغو ماشومانو شمېر زیاتېږي چې د واکسین لپاره راځي.

واکسیناتوره، زهرا  وايي: هڅه دې وکړي چې تر دې ځایه چې موږ دلته ولاړ یو خپل ماشومان را ورسوي. څو موږ یې واکسین کړو.
  
 یوه بله واکسیناتوره، مینا هم وايي: موقعیتونه بدل شوي، سایټ په سایټ شوي دي. له کورنیو مو غوښتنه ده چې خپل ماشومان موږ ته راولي چې یو ماشوم هم له واکسینو پاتې نه شي.   

یو شمېر هېوادوال د پولیو د واکسیناسیون کمپاینونه د خپلو ماشومانو لپاره ګټور ګڼي او د دغو کمپاینونو د پراختیا غوښتنه کوي.  

د کونړ اوسېدونکی، زاهدالله وايي: له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې په هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته نه کیږي هلته دې عامه پوهاوی زیات کړي. او بیا د پولیو ګرځندوی ټیمونه ور واستوي.
 
د ارزګان اوسېدونکی، عبدالولي هم وايي: دا کمپاین باید کور په کور پلی شي څو تر هغو ماشومانو هم ورسیږي چې تر اوسه یې پولیو واکسین نه دي کړي.   

بل خوا، د عامې روغتیا وزارت وایي په دغه درې ورځني کمپاین کې به په ۱۱ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ۴.۸ میلیونه ماشومان واکسین شي.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل په دې اړه وايي: د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیل شو. دغه کمپاین به درې ورځې دوام ولري او ۴.۸ میلیونه هغو ماشومانو ته به تطبیق شي چې له ۵ کلونو کم عمره دي.   

یو شمېر ډاکتران هم پر دې باور دي چې د کور په کور کمپاینونو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره تر دا ډول کمپاینونو غوره پایلې لرلې دي. 
 
 ډاکتر، مجتبی صوفي وايي: که تاسې ماشومان نورو ځایونو لکه جوماتونو ته غواړئ او مور یې له کوره په دې سړه هوا کې راوباسي، لومړی هغوی خپله پر نورو ناروغیو هم اخته کیږي. او سړه هوا ورته خپله یوه ناروغي ده.  

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت په روان زېږدیز کال کې د پولیو مثبتې پېښې ردوي، خو د روغتیا نړۍوال سازمان د ډسمبر پر ۱۵مه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه