Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف:افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۴۷۵زره ماشومانو درملنه شوې

یونېسف یا د ملګرو ملتوو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې، په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه بنسټ همدارنګه زیاتوي چې، د خوارځواکۍ پر  ۳ زره او ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو یې د خوارځواکۍ د درملنې خواړه وېشلي دي. 

یونېسف په دې هکله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«یونېسف په افغانستان کې په ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو کې د خوړو له لارې د درملنې خدمتونه وړاندې کوي او په روان کال کې یې د څه باندې ۴۷۵,۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.»

ډاکټر سید عبدالله احمدي په دې هکله وايي:«دوی دې یو ښه قانون ته انکشاف ورکړي چې، ماشومانو ته د سټنډردو خدمتونو وړاندې کول او همدارنګه د ماشومانو د ملاتړ قانون په هغه کې روښانه شوی وي. چې د افغانستان ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خوندي وي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت هم وایي چې د خوارځواکي د ناروغانو د درملنې لپاره یې د درملنې مرکزونه زیات کړي دي او د ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله کم شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«سږکال هم تخمین شوی وو، له هغه تخمین څخه تراوسه پورې موږ سره شمېرې کم دي البته موږ کوښښ کوو، هغه ماشومان چې، لا راجستر شوي نه‌دي له خدماتو څخه محروم پاتې شوي د هغوی لپاره هم خدمات پراخه کړو، څو د هغوی لپاره هم خدمات وړاندې شي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې  ۸۰۰ مرکزونه فعال وو، خو اوس مهال دغه شمېر ۳۲۰۰ ته رسېدلی دی.
 
د عامې روغتیا وزارت هم وایي چې د خوارځواکي د ناروغانو د درملنې لپاره یې د درملنې مرکزونه زیات کړي دي او د ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله کم شوی دی

تصویر بندانگشتی

یونېسف یا د ملګرو ملتوو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې، په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته څه باندې ۴۷۵ زره ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه بنسټ همدارنګه زیاتوي چې، د خوارځواکۍ پر  ۳ زره او ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو یې د خوارځواکۍ د درملنې خواړه وېشلي دي. 

یونېسف په دې هکله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«یونېسف په افغانستان کې په ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو کې د خوړو له لارې د درملنې خدمتونه وړاندې کوي او په روان کال کې یې د څه باندې ۴۷۵,۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.»

ډاکټر سید عبدالله احمدي په دې هکله وايي:«دوی دې یو ښه قانون ته انکشاف ورکړي چې، ماشومانو ته د سټنډردو خدمتونو وړاندې کول او همدارنګه د ماشومانو د ملاتړ قانون په هغه کې روښانه شوی وي. چې د افغانستان ماشومان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې خوندي وي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت هم وایي چې د خوارځواکي د ناروغانو د درملنې لپاره یې د درملنې مرکزونه زیات کړي دي او د ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله کم شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«سږکال هم تخمین شوی وو، له هغه تخمین څخه تراوسه پورې موږ سره شمېرې کم دي البته موږ کوښښ کوو، هغه ماشومان چې، لا راجستر شوي نه‌دي له خدماتو څخه محروم پاتې شوي د هغوی لپاره هم خدمات پراخه کړو، څو د هغوی لپاره هم خدمات وړاندې شي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې  ۸۰۰ مرکزونه فعال وو، خو اوس مهال دغه شمېر ۳۲۰۰ ته رسېدلی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه