Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د روغتیا برخې ننګونې او لاس ته راوړنې

په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد د روغتیا سکتور هم د لوړو او ژورو ترڅنګ له بدلونونو سره مخ شو.

د نورو مسایلو ترڅنګ د نجونو پر مخ د روغتیایي انسټیټوټونو تړل کېدل د روغتیایي زدکړو په برخه کې د له مهمو مسایلو شمېرل کیږي.

که څه هم دغه مسله لا هم د اسلامي امارت له لوري په رسمي ډول رد یا تایید شوې نه ده خو نجونې د خپلو ازموینو د تیرولو لپاره له لس ورځني مهلت څخه یادونه کوي.

د ډسمبر په ۴مه هایده، چې د قابله‌ګۍ محصله ده، وايي: "کله چې هغه ورځ انسټیټوټ ته راغلو، مدیر صاحب راته و ویل چې نور مه راځئ، انسټیټوټونه تړل شوي دي. بیا د هغې خبرې په نظر کې نیولو سره موږ ته لس ورځې وخت راکړ شو چې ازموینه ورکړو."

دغه پریکړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوه.

یوناما، د بښنې نړۍوال سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، د بې پولې ډاکټرانو سازمان، د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي مرستیال، یونیسف او ځینو نورو هېوادونو او بنسټونو په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

سره له دې چې د اګسټ په ۲۲ نېټه د ملګروملتونو د نفوس صندوق خبرداری ورکړ چې افغانستان ۱۸ زره ماهرو قابلو ته سخته اړتیا لري او د دغې بیړنۍ اړتیا نه برابرېدل کولای شي د ډیرو ژوند له خطر سره مخ کړي.
خو د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او انکشاف مرستیال، په هېواد کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمښت رد کړ.

د ډسمبر په ۲۵مه، محمد حسن غیاثي، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پراختیا مرستیال و ویل: "له دیرش زرو ډېرې قابله‌ګانې لرو چې لا هم د سیسټم برخه نه دي او د کار موندلو لپاره د زمینې برابرېدو ته منتظرې دي."

د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاینونو ترسره کېدل په دغه کال کې یوه بله مهمه پېښه وه.

په دې کال کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ګوزڼ واکسیناسیون لس کمپاینونه ترسره شول.

خو په دغه کال کې د پولیو واکسیناسیون د دریو کمپاینونو د ترسره کېدو بڼه بل ډول وه یعنې دغه کمپاینونه د نورو کلونو په څیر کور په کور نه بلکې په جوماتونو او ټاکل شویو ځایونو کې ترسره شول.

د عامې روغتیا وزارت په دې کال کې د یادې ناروغۍ هيڅ مثبته پېښه تایید نه کړه خو د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د څه باندې شلو پېښو خبر ورکړی وو.

د ډسمبر په ۲۴مه، د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل و ویل: "البته سږ کال زموږ سره کوم تایید شوی مورد نشته، خو مشکوکې پېښې موجودې دي."

د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه بنسټونو له لوري د پولیو د لومړني لاربراتوار جوړول او له افغانستانه عراق ته د ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت د سیروم د صادراتو پیلېدل په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د یاد سکتور بله لاسته راوړنه وه.

د فبرورۍ په ۸مه، د ګوزڼ پروګرام د ختیځ مدیترانې د حوزې رییس، حامد جعفري، و ویل: "ډېره مهمه ده چې دواړه هېوادونه یوځای کار وکړي او په همغږۍ سره ګامونه پورته کړي. دا دواړه هېوادونه یوازې نشي کولای دې بریا ته ورسېږي."

په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو ستونزې، خوارځواکي او له ټولو مهم د مور او ماشوم مړینه هغه موضوعات و چې د نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې را وپارولې.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې په افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو ۳ هغه به یې له لوږې سره مخ شي او وړاندوېنه شوې چې په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې نږدې ۹ اعشاریه ۲ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پر سخته خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګروملتونو د نفوس صندوق افغانستان د ښځو د زیږون لپاره په نړۍ کې یوه سخته سېمه بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې د امیندوارۍ او زیږون اړوند مخنیوي وړ لاملونو له امله یوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان هم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ لاملونو له امله مړه کیږي.

خو د عامې روغتیا وزارت دغه ادعاوې رد کړې.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس هم وايي چې ۳۳ سلنه افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري .

د نومبر په ۱۹مه، په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی، ادوین سنیزا سالوادور وايي: "شاوخوا ۶۷ سلنې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري؛ یانې پاتې ۳۳ سلنې د هېواد وګړي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري."

خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ روغتونونو د رغاونې لپاره د اسلامي امارت له لوري د بودجې له منظور کولو خبر ورکړ.

د ډسمبر په ۲۵مه، د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي و ویل: "د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عامه روغتونونو د جوړولو ځانګړې بودیجه د امیرالمومنین لخوا منظور شوې دي. د دغې پروژې قانوني او لومړني پړاونه ترسره شوي، او د روغتونونو د جوړونې چارې به ژر عملي پیل شي."

ولیدل شي چې په راتلونکي زیږدیز کال کې به روغتیایي اړتیاوې پوره شي او ایا دغه سکتور به پرمختګونه ولري که نه؟ 

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان رییس هم وايي چې ۳۳ سلنې افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه