د تورخم له لارې پاکستان ته تلونکي بېړني ناروغان دغه هېواد ته د ورتلوونکو ناروغانو د شمېر د زیاتوالي غوښتنه لري.
سیمه ییز مسوولین هم د پاکستان له لوري د ناروغانو د شمېر محدودیت مني؛ خو بیا هم هڅې کوي چې، له پاکستاني لوري سره د دغې ستونزې د حل په موخه هوکړې ته ورسېږي.
د تورخم کمیسار، عبدالجبار حکمت وايي: (ما دوی سره ناستې کړې دي ورته مې ویلي دي چې موږ او تاسې ګاونډي هیوادونه یو د ناروغانو په برخه کې موږ سره همکاري وکړئ؛ دوی ماسره ژمنه کړې ده چې ناروغانو په برخه کې به همکاري کويد تورخم
د سمنګان ولایت اوسېدونکی محمد انور چې په سرطان ناروغۍ اخته دی وايي، په هېواد کې د ننه له اوږدې درملنې وروسته روغتیاپالانو ورته له هېواده بهر د درملنې سپارښتنه کړې.
هغه وايي، له څلورو ورځو راهیسې تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د اوښتو په موخه انتظار باسي، خو د پاکستان له لوري دغه هېواد ته د بېړنیو ناروغانو د ورتګ شمېر محدود کړی، چې ناروغان يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
یو ناروغ، محمد انور په دې اړه وايي: (وجود مې چې زخمي شي بیا نه جوړېږي همداسې زخم مې ډېرېږي،څلور ورځې دلته منتظر یم چې نوبت مې راورسېږي او پاکستان ته لاړ شم کراچۍ کې د اغا خان روغتون ته باید لاړ شم؛ تر څو زما درملنه وشي.)
ناروغ لرونکی، احمد جاوید وايي: (په دغه لاره چې ټوکن یا اي ټي ای وېزې چې یې شروع کړي باید ترڅنګ یې دلته سهولتونه هم رامنځته کړي؛ تر څو خلک وکولی شي چې په یوه ورځ یا په دوه ورځو کې واوړي تر څو د خپل ناروغ درملنه وکړي.)
ځینې نور ناروغان، بېړنیو ناروغانو ته د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ اجازې ورکولو غوښتنه کوي.
ناروغ لرونکی، محمد احسان وايي: (زما لورکۍ په سرطان ناروغۍ اخته ده د پاکستان حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د پاسپورټ او وېزې سېستم ختم کړي؛ تر څو ناروغان په اسانۍ سره لاړ شي.)
یو ناروغ، میرولي هم وايي: ( د کېنسر، پښتورګو، زړه او د کوما په حالات کې پراته ناروغان دي موږ له پاکستان حکومت څخه ناروغانو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې همکاري غواړو.)
د تورخم کمیسار دغه راز زیاتوي، چې پاکستانی لوری هره ورځ د زړه، سرطان، موټر ټکر، سوځېدلو ۸۰ تنو پورې بېړنیو ناروغانو ته د تګ اجازه ورکوي.
په دې اړه مو اندونه