Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عامې روغتیا وزارت د روږدو د درملنې لپاره څلور نوي مرکزونه جوړ کړي

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال وايي، دغه وزارت د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې جدي اقدامات کړي دي.

هغه په کابل کې د ۱۵۰ روږدو د روغتیا په موخه د یاد وزارت له لوري جوړي شوي پروګرام کې وايي چې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روږدو د درملنې لپاره ډیر ګامونه پورته کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال، عبدالولي حقاني وايي: حواس ګډوډوي، بلاخره د رواني زیانونو لامل کیږي. وخت په وخت هغه کسان چې روږدي کیږي، له ټولنې سره په عادي توګه کار نشي کولای او خپل سهم نشي ادا کولای. 

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس په دغه پروګرام کې د روږدو د درملنې لپاره د څلورو نویو مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس هم په دې پروګرام کې د عصري او اسلامي علومو زده کړه مهمه ګڼي.

د معالجوي طب عمومي رییس، وحدت الکوزی بیا وايي: له نېکمرغه په دې نږدې درېیو څلورو میاشتو کې، موږ د څلورو نویو مراکزو د جوړېدو شاهدان هم یو. دا زموږ وعده چې موږ به تر هغې دغو مراکز پراخو څو چې مو ټول روږدي هېوادوال د فعالو بسترونو خاوندان شي. 

د عامې روغتیا وزارت د دفتر رییس، محمد طاهر حلیم هم وايي: دې کې چې غفلت وشي، دا وروسته زیاتیږي، هره ګناه بله ګناه زیږوي او هر جرم بل جرم زیږوي. جرم هغه مهال لویږي چې جرم ته څوک جرم نه وايي.

په ورته مهال یو شمېر روږدي چې درملنه یې شوې له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر شي.

روغ شوي روږدي فقیر و ویل: غوښتنه مو دا ده چې وزګار یو او دولت دې موږ ته کار راکړي. څو نور بیا روږدي نشو. 

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، په هېواد کې د روږد د درملنې ۶۶ مرکزونه شته دي.

ورته مهال یو شمېر روږدي چې درملنه یې شوې له سرپرست حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه