Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نور جلال جلالي افغانستان سره د ترکیې د همکاریو غوښتنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالی کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتنه کې په روغتیايي برخو کې د دغه هېواد د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

دغه کتنه کې دواړو خواو په افغانستان کې د ترکیې له لوري د ملاتړ کېدونکو روغتونونو د ملاتړ پر پراختیا، د افغان روغتیاپالانو د وړتیا لوړولو، د کیفیت لرونکو درملو د واردولو پر څرنګوالي او بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې په تړاو خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل وایي، دواړو خواو د روغتیا په برخه کې د پخوانیو هوکړو د بیا کتنې او د شویو هوکړو د پلي کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.

شرافت زمان امرخېل و ویل: « د هغو ناروغانو چې ویزو ته اړتیا لري، د ویزو د ورکړې پر اسانتیا خبرې وشوې. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي نورجلال جلالي د افغانستان روغتیایي سیسټم کې د ترکیې مرستې مهمې بللې دي.»

ډاکټران په دې باور دي چې، د هېواد په روغتیايي برخو په ځانګړې توګه د روغتیايي مرکزونو د تجهیز او ډاکټرانو د وړتیا لوړولو په برخه کې د ترکيې همکاري ارزښتناک رول لري.

ډاکټر، مجتبی صوفي و ویل: «که وکولای شو پرمختللي تجهیزات له ترکیې افغانستان ته وارد کړو او د خپلو ډاکټرانو علمي وړتیا لوړه کړو، دا به د هېواد اقتصاد ته ستره ګټه ورسوي او زموږ هېوادوال به اړ نه وي چې د درملنې لپاره په بهرنیو هېوادونو کې ډېرې پیسې ولګوي.»

ډاکټر، نجیب الله قاسمي و ویل: « که د ناروغانو لپاره د ویزې د ورکړې بهیر اسانه شي او افغان ډاکټرانو ته د زده کړې فرصتونه برابر شي، نو دا ګام به زموږ د روغتیايي خدمتونو د نیمګړتیاو په حل کې مرسته وکړي.»

د افغانستان روغتیایي سکټور چې ګڼې نیمګړتیاوې لري، د نړۍ بېلابېل هېوادونه او بنسټونه یې ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه