د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون د داخله برخې مسوول ویلي، چې په دغو ورځو کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي او په دغه روغتون کې د ورځې ۲۰ تر ۳۰ په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان بسترېږي.
د اندراګاندي د روغتون د تنفسي ناروغو او سینه بغل څانګه اوسمهال په یوه بستر کې د څلورو تر پنځو ناروغو ماشومانو درملنه کوي.
د اندراګاندي روغتون د داخله څانګې مسوول محمد عارف حسنزی په دې هکله د طلوعنیوز خبریالې ته وايي:«موږ په دغو ورځو کې د تنفسي ناروغیو زیاتوالی لرو او په هغې څانګه چې د تنفسي ناروغیو ناروغان بسترېږي، موږ له شلو کم بسترونه لرو؛ خو په بستر کې کابو ۷۵ ناروغان لرو.»
ډاکټر ذبیحالله درمل د دغې ناروغۍ په هکله وايي:«کهچېرې په یوه کور کې یو ماشوم سینهبغل شي یا په کومې بلې تنفسي ناروغۍ اخته شي، هغه باید له نورو ماشومانو جلا کړای شي.»
ورته مهال، ځينې ناروغ لرونکي چې له ولایتونو پلازمېنې ته راغلي دي، د درملنې د بسترونو له کموالي شکایت لري.
عابده چې د خپل پنځه میاشتني ماشوم د درملنې لپاره له سرپله کابل ته راغلې ده وايي:«ماشوم په سرپل کې تر اکسیجن لاندې و، بیا له سرپله مو دلته راوست، دا چې دلته کوټه یخه وه، ساه یې بنده شوه او نور هم خراب شو، بالاخره مو دغه روغتون ته راوست.»
سلطانې هم خپل دوه میاشتنی ماشوم چې پر سینهبغل ناروغۍ اخته دی، د درملنې لپاره له کندوزه کابل ته راوستی او په یوه بستر کې د څو ماشومانو بستر کېدو ته اندېښمنه ده.
سلطانې له اندېښنې سره وویل:«په یوه بستر کې ۴ تر ۵ تنه (ناروغان) حضور لري، زموږ غوښتنه دا ده چې هر بستر د یوه کس لپاره وي؛ ځکه ځينې ناروغۍ کولای شي چې له یوه ماشومه بل ته ولېږدول شي.»
د ډاکټرانو په وینا، د سړې او ککړې هوا سربېره، بېوزلي او بېروزګاري، حفظ الصحې ته نه پاملرنه، او له ماشومانو د ناروغو کسانو لېرې نهساتل د دې لامل کېږي، چې ډېری ماشومان پر تنفسي ناروغۍ اخته شي.
په دې اړه مو اندونه