د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملک بن سلمان خیریه بنسټ، په افغانستان او پاکستان کې له پولیو سره د مبارزې پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه د ۵۰۰ مېلیون ډالرو تړون لاسلیک کړی دی.
روغتیا د نړیوال سازمان مشر اعلان کړی چې دا مالي مرسته به ژر په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره ولګول شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي:«زه خوښ یم، چې دا هوکړه له عمومي څارونکي عبدالله الربیعه سره لاسلیکوم او د دې ژمنې د عملي کولو لپاره به یو ځای کار کوو.»
ډاکټر مجتبی صوفي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«زه فکر کوم چې د دغې ناروغۍ د لهمنځه وړلو په برخه کې په سمه او بسندویه توګه کار نهدی کړی، موږ تخنیکي ډلو ته اړتیا لرو، ډېرو پوهو سلاکارانو ته اړتیا لرو، چې د هغوی له مشورو استفاده وکړو او دغه پیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د بشپړه لهمنځه وړلو په برخه کې وکاروو.»
ډاکټران پر دې باور دي، چې یوازې واکسیناسیون د دې ناروغۍ د جرړو د ایستلو لامل نهشي کېدای، له همدې امله افغانستان او پاکستان باید په ګډه په دې برخه کې همکاري وکړي.
ډاکټر احمد شکیب ظهیر هم وايي:«اړینه ده، چې دواړه هېوادونه د نړۍوالو سازمانو په ځانګړې توګه د روغتیا نړۍوال سازمان په همکارۍ یوه مدون پروګرام او یوه ګډه تګلاره رامنځته کړي، چې د دغه پروګرام په رڼا کې وکړای شو دغه ناروغي لهمنځه یوسوو.»
دا په داسې حال کې ده چې تېر زېږدیز کال د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د څه باندې ۲۰ مثبتو پېښو خبر ورکړ؛ خو د عامې روغتیا وزارت دا پېښې رد کړې دي.
په دې اړه مو اندونه