د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د روان زیږیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۱۹ ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.
د مسوولینو په خبره د شري واکسین د پلي کولو په پار يې ځانګړې ډلې ګومارلې دي چې تر دې دمه یې شاوخوا دوه زره ماشومان واکسین کړي او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د پکتیا د عامې روغتیا رییس، معراج ګل عادل په دې اړه وايي: "د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د شری مثبتې پېښې ۱۱۹ ته رسېدلې، چې د تېرو وختونو پرتله ۶۷ سلنه زیاتوالی ښيي. موږ هڅه کوو چې دا ناروغي مهار کړو."
روغتیاپالان د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسین پر پلي کولو ټینګار کوي او په خبره یې په دغې ناروغۍ اخته ماشومان باید په معتدله هوا کې وساتل شي.
یو ډاکټر، ادم خان ابراهیمي په دې اړه وايي: "هغه ماشومان چې په دغې ناروغۍ اخته شوي، باید نرم خواړه وخوري، ځکه چې د دوی د خولې یو برخه زیانمنېږي. همداراز، د ناروغ د بدن تودوخه باید په طبیعي کچه وساتل شي."
ورته مهال ځینې ناروغ لرونکي له اړونده مسوولینو د پکتیا سیمهییز روغتون د ماشومانو درملنې څانګې بسترونو او روغتیايي امکاناتو زیاتولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
ناروغ لرونکی، محمد بشير بیا وايي: "د روغتون د تجهیزاتو د کمښت تر څنګ کافي بسترونه هم نه لري. له عامې روغتیا وزارت او د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوو چې د بسترونو شمېر زیات کړي."
شری يوه ويروسي او لېږدېدونکې ناروغي ده چې له څوارلس کلونو کم عمر لرونکي ماشومان پرې ډېر اخته کېږي.
په دې اړه مو اندونه